د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې وروستیو سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زیاتو خلکو ته د سر او مال زیانونه رسېدلي دي.
د یادې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس سلام وطندار ته وویل، چې د دغو سېلابونو له امله د کره مرګ ژوبلې شمېره نه لري، خو دوی د دغې شمېرې د پېدا کولو له پاره يو پرسونل ټاکلی، چې په ټولو ولايتونو کې سروې کوي.
ده دا نه دي رد کړي، چې د دغو سیلابونو له امله به ځايي اوسېدونکو ته د سر زیان نه وي اوښتی.
په همدې اړه د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ادارې رییس محمد نصیر کهزاد سلام وطندار ته وویل، چې د وروستیو سیلابونو له امله، د بغلان په پلخمري، دهنه غوري، نهرین او دوشي ولسوالیو کې لسګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
کهزاد زیاتوي، چې دغو سیلابونو لسګونه څاروي، وړي، خو د سرزیان لامعلوم نه دی.
بل خوا د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر همایون سلام وطندار ته ویلي، چې د دغه ولایت مرکز پل علم، محمداغې، خوښي او برهکي برک ولسوالیو کې سیلابونو ۱۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې وړې دي.
دغه راز، د لوګر او بغلان یو شمېر سیلابځپلو له حکومته غواړي، چې په دغه برخه کې له دوی سره مرستې وکړي.
د لوګر ولایت یو تن بزګر عبدالرحیم وايي، چې د بارانونو له امله په سیندونو کې اوبه زیاتې شوي او شاوخوا ځمکې او کورونه يې وړي دي.
په همدې اړه د غور ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس حمیدالله دادفر سلام وطندار ته وویل، یو مسافر وړونکي موټر، چې ۱۲ کسان په کې سپاره و په داسې حال کې اوبو ډوب کړی، چې د سیلاب څخه تېریده.
دغه راز، د هرات ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې مسولین وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.
بل خوا د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس رحمت الله زاهد وايي، چې وروستیو سیلابونو ددې ولایت په شولګرې ولسوالۍ او مزارشریف ښار کې ۳ کسان سیلابونو وژلي دي، چې لا یې هم هویت پېژندل شوی نه دی.
زاهد زیاتوي، چې سیلابونو په مزارشریف ښار کې ۷۰ کورونه ویجاړ کړي او یو شمېر نور د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.