د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، چې د افغان کرکټ لوبغاړو روزونکي انضمام الحق د پاکستان د ګټو په پار د دغه کرکټ بورډ له روزنې استعفا ورکړې او د خپل هېواد کرکټ بورډ ادارې ته په کمو امتیازاتو تللی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم په دومره لنډ او تنګ وخت کې د انضمام الحق استعفا د دوی د ادارې له اصولو خلاف ده، خو دوی له پاکستان کرکټ بورډ سره د ښو اړیکو له مخې د هغه استعفا منلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، انضمام الحق باید درې میاشتې مخکې استعفا کړی وی، چې پر ځای یې دوی پر دویم انتخاب فکر کړی وی.
خبرباڼه وايي، تر اوسه د بل روزنکي په اړه پرېکړه نه ده شوې، خو زیاتوي، چې ډېر ژر به بل روزونکی وګومارل شي.
له دې وړاندې د پاکستان جیو ټلوېزیون ورزشي خبریال عبدالماجد بټي په خپل راپور کې ویلي وو، چې انضمام الحق له پاکستان کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسېدلی و او د دوشنبې پر ورځ به د پاکستان (چیف سلېکټر) په توګه دنده پیل کړي.
پخواني جزییات:
د جیو سوپر ټلوېزیون (ټویټر) پاڼې د افغان کرکټ بورډ د اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي، چې انضمام الحق باید د تړون له مخې د روان کال نومبر میاشت پورې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره پاتې شوی وی؛ خو له پاکستان سره ښو مناسباتو د ده موده ورلنډه کړه.
پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې د دې هېواد کرکټ بورډ د افغان لوبډلې برحاله روزونکی انضمام الحق د مشر ټاکونکي (چیف سلېکټر) په دنده ګومارلی دی.
په خپله د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش بیا په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي وو، چې له افغان کرکټ بورډ سره د دندې چاري ساتلو او پرېښودلو پرېکړه انضمام الحق پورې اړه لري او دوی د نوموړي د هرې پرېکړې هرکلی کوي.
دغه راز د پاکستان رسنیو د کرکټ بورډ اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې بیا په لومړیو کې د چیرمین نسیم الله دانش د پیغام مخالف پیغام خپور کړ، چی انضمام الحق افغان کرکټ بورډ ته رسمي استعفا نه ده وړاندې کړې او یوازې په ټیلیفون یې د لوبډلې منیجر ته خبر ورکړی دی، چې د شوي تړون خلاف کار دی او ان د نوموړي خلاف د قانوني دوسیي جوړولو ګواښ هم لیدل شوی و.
دغه راز پاکستاني رسنیو بیا داسې راپورونه هم ورکړل، چې د کرکټ بورډ د لومړي انکار وروسته اوس جوته شوې، چې د انضمام الحق استعفا هم افغان کرکټ بورډ ته د برېښنا لیک له لارې رسېدلې ده.
د اېکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ تمه ښودلې، چې انضمام الحق ته د اوسني (چیف سلېکټر) هارون رشید د ۵ لکو پاکستانیو کلدارو څخه یو څه اندازه زیاتو ورکولو ته تیار دي؛ خو ۱۲ لکه روپۍ نه شي ورکولی.
په راپور کې ویل شوي، چی افغان کرکټ بورډ هره میاشت د نورو امتیازاتو تر څنګ انضمام الحق ته ۱۲ لکه پاکستانۍ کلدارې معاش ورکولو.
داسې هم ویل شوي، چې پاکستاني کرکټ بورډ افغان کرکټ بورډ ته د یو بل پاکستاني روزونکي د ورکولو وړاندیز کړی، خو په دې اړه تر اوسه افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.
پخواني پاکستانې کپتان او منځني بیټسمین انضمام الحق د تېر ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د یو کال له پاره د انګلستاني روزونکي انډي مولز پر ځای د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ټاکل شوی و.
د انضمام الحق په روزنه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې بې سارې پرمختګ وکړ او افغان لوبډله په نړیوال کرکټ کې د یوې پیاوړې لوبډلې په څېره کې راښکاره شوه، چې د نړیوالو ترڅنګ یې د پاکستان کرکټ بورډ پام هم ځان ته واړولو.
پاکستاني کرکټ بورډ کې د انضمام الحق د جذبولو کیسه هغه مهال ګرمه شوه، چې پخواني هندي کرکټ لوبغاړي سارو ګنګولي، انضمام الحق د بیټینګ په برخه کې یو بهترین روزونکې وګڼلو.
په همدې حال کې د پاکستان ورزشي خبریال عرفان خټک سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، له انضمام الحق سره د پاکستان کرکټ بورډ دلچسپي ځکه زیاته شوه، چې دی یو مذهبي کس دی، د نورو پخوانيو پاکستاني کرکټ لوبغاړو په پرتله د پاکستان کرکټ بورډ سره جنجالي کس نه شمېرل کېږي او په وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریالی روزونکی ثابت شو او هم د نورو بهرنیو روزونکیو په پرتله په کمو پیسو ګومارل شوی و، ځکه پاکستان خپلې خوا ته کش کړ.