د کندوز نیولو په موخه په دویمه ورځ هم د طالبانو برید شنډ کړای شو

په شمال ختیځ کې د سپین زر په نوم د پولیسو ۸۰۸ م زون چارواکي وايي، چې طالبانو یوځل بیا غوښته، چې کندوز ونیسي، خو د تېرې ورځې په شان يې بريد بیا هم شنډ کړای شو.

د راپورونو له مخې طالبانو غوښتل، چې د ښار شمال ختیځې څنډې د ناصرو کلي له لارې ښار ته ننوځي.

دوی په پام کې لرل بندیان خوشې کړي، خو چارواکو پروینا د ګډو دولتي ځواکونو   چټک غبرګون سره مخ شول.

د یاد زون قوماندان شېرعزیز کامه وال، سلام وطندار ته وویل تېره شپه د کندوز- تخار پرلويې لارې خان اباد ولسوالۍ کې د پولیسو پنځو پوستو سقوط کړی و.

دی وایي داپوستې نن شنبه( اپرېل۱۶) د امنیتي ځواکونو په یرغلیزو عملیانو کې بېرته نیول شوي او ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو بل برید ډیر خطرناک و، که لږ غفلت شوی وای ښایي امنیتي ځواکونو ته زیات زیان رسېدلي وای.

په شمال ختیځ کې د سپین زر په نوم د پولیسو ۸۰۸ م زون قوماندان زیاتوي. چې د ګډو دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې تراوسه ۸۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

دی وایي، په دې نښتو کې څلور افغان سرتیري هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

پر کندوز د طالبانو برید هم‌مهاله، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو  ترمنځ په شمال ختیځو ولایتونو کې وسله والې نښتې شوي، چې د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې له طالبانو بیرته  نیول شوي او ۴ طالب وسله وال په کې وژل شوي او ۹ نور ټپیانو دي.

همداراز، کامه وال په تخار کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه کمزوري بولي.

د تخارامنیه قوماندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت پر شکمش او خواجه غار ولسوالیو د طالبانو څو ډله‌ییز بریدونه د پنځو طالبانو وژل کېدو او د ۶ نورو په ټپي کېدو پر شاه وتمبول شول.

په همدې حال کې د کندز والي اسدالله عمرخېل د دغه ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه په ښه هم غږۍ د طالبانو بریدونو ته ځواب وایي.

هغه زیاته کړه، چې :"  دوی همداسې یو خیالي پروګرام درلوده یانې د کندز سقوط خیال او د دوی دغه خیال ته غاښ ماتونکی ځواب وویل شو " .

 د کندوز والي داسې مهال د طالبانو د ماتولو خبره کوي، چې له تېرې ورځې راهسې د کندوز ــ تخار لویه لاره د دغه ولایت تر خان اباد ولسوالۍ پورې د ترافیکو پر مخ تړل شوې او امنیتي ځواکونه په دې لاره کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام