
ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه، چې سخي مشواڼۍ به تر لسو ورځو د جرګې په عمومي غونډه کې ګډون نه کوي.
د ولسي جرګې وکیلانو دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې تېره اونۍ په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د خپل مایک له بندېدلو وروسته، د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیر احمد دراني بريد وکړ.
د ولسي جرګې د نن (شبنه) ورځې په غونډه کې د جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیر وویل، چې د ولسي جرګې وکیل سخي مشواڼي او د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني پر یو بل تورنه لګوي دي او کله چې له لسو ورځو وروسته د کونړ د خلکو استازی عمومي غونډې ته را پرېښودل شي؛ بیا به د لګول شویو تورونو په سر بحث وشي.

قدیرهمدا ډول زیاته کړه، چې مشواڼی به د ولسي جرګې له اداري هیت له پلاوي هم بښنه غواړي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان د چهارشنبې پر ورځ د شخړې د هوارولو هڅه کوله، چې مشواني له خوا له ګرېوانه راونیول شو.
سخي مشواڼي په ولسي جرګه کې د کلیو او پراختیا په وزیر تور پورې کړی و، چې په کونړ کې د ګڼو پروژو په غلا کې شريک دی.
خو په ورته وخت کې وزیر په خپلو وروستیو خبرو کې مشواڼۍ د پروژو په غلا تورن کړ.
پخوا له دې هم په ولسي جرګه کې د ځېنو وکیلانو او ورغوښتل شویو او استجواب شویو چارواکیو تر منځ نښتې شوې دي، خو تر اوسه یو ته هم دا ډول سزا نه وه ورکړل شوې.





