
د چارو ځېنې شنونکي په دې باور دي، چې د ولسمشر او اجرایوي رییس له خوا د ملي یووالي حکومت د جوړېدا د هوکړې پر مهال ولس ته د ورکړیو ژمنو په پوره کېدا کې پاتې راغلل او دا دې لامل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یو ځل بیا افغانستان ته راغی او د ژمنو د عملي کولو او روښانه یې کړه، چې د ملي وحدت حکومت موده به تر ۵ کلونو له پاره وي.
د چارو شنونکی یونس فکور وايي، افغانستان ته د جان کیري راتګ ټولو هغو ګونګوسیو ته د پای ټکی کېښود، چې ګواکې ملي یووالي حکومت د روانې اپریل میاشت کې مشروعیت له لاسه ورکوي.
د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه لیک کې راغلي، چې د اجرایوي ریاست پوسټ به تر دوو کلونو پورې دوام کوي او په اساسي قانون کې بدلون راوستل کېږي.
د دې هوکړه لیک په یو ځای کې راغلي، د لویې جرګې په راغوښتلو به د صدراعظم چوکۍ رامنځ ته کولو له پاره بحث کيږي، د پارلماني او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې به کېږي او ډېر لوړ پوړي چارواکي به د وړتیا له مخې ټاکل کېږي؛ خو اوس لیدل کېږي، چې د هوکړه لیک د پلي کېدا په برخه کې ناغېړي شوې ده.
خو د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي بیا د ملي یووالي حکومت له اره د اساسي قانون سره په ټکر کې بولي. هغه وايي، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم اساسي قانون نه سرغړونه وشوه، چې په دې ډول حکومت کې د امریکا ګټې خوندي دي.

د هاشمي پر وینا، د ملي یووالي حکومت مشرانو په کورنۍ او نړیواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او د هرې خپل منځي ستونزې د حل له پاره د امریکا په مداخله عمل کوي، چې همدې کړنې د ملي حاکمیت او اساسي قانون سره ډېر زیاتی کړی دی.
د کابل پوهنتون بل استاد فیض الله جلال په دې نظر دی، چې په افغانستان کې د قدرت منبع او د چارو واګې د امریکا په واک کې دي.
جلال وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتګ او وینا افغانانو ته دا باور ورکړ، چې د ملي یووالي حکومت به درې کاله نور هم دوام کوي او په ټوله کې د امریکا ملاتړ دا معنا لري، چې د افغانستان برخلیک د بهرنیانو په لاس کې و او لا هم دی.
له څه مودې راهیسې د سیاسي کړیو په منځ کې داسې ګونګوسې وې، چې اجرایوي ریاست د کاري مودې د پای ته رسېدلو ته شاوخوا ۴ میاشتې پاتې دي او که دغه پوسټ عملي نه شي؛ د ملي یووالي حکومت به ړنګ او یو بحراني حالت به رامنځته شي.





