په هرات کې د ماین پاکۍ موسسې ۱۵ تښتول شوي کارکوونکي خوشې شول

د هرات ولایت د ځايي چارواکیو په خبره، تېره ورځ ناوخته د «هلوټرست» موسسې تښتول شوي کارکوونکي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په «شبش» سیمه کې راخوشې شول.

دا کسان د تېرې جمعې پر ورځ مازدیګر مهال د موسسې له څلورو موټرو سره تښتول شوي وو.

د دغه ولایت د پولیسو امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې د ماین پاکۍ د موسسې دغه ۱۵ تنه کارکوونکي له کومې معاملې پرته خلاص شوي دي.

احمدي وايي، چې د هلوټرسټ موسسې کارکوونکي د ملاحیدر او ملا توپان د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.

ملاحیدر او ملا توپان په هغه سیمه کې د وسله والو طالبانو قوماندانان دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، له پېښې وروسته پولیسو عملیات وکړل او د ملا حیدر او ملا توپان ۷ تنه وسله وال کسان یې ونیول، چې د نیول شویو کسانو له لوري د تښتول شویو کسانو پل تعقیب شو، چې په پایله کې یې تښتول شوي کسان را خوشې کړل.

په ورته وخت کې د هرات ولایت مطبوعاتي مسوول جیلاني فرهاد وايي، چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو د هڅو او د قومي سپین ږیرو د منځګړتوب په نتیجه را خوشې شوي دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام