وردګ: ناامنیو او ناوړه دودنو سلګونه نجونې له زده کړو محرومې کړې دي

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار او یو شمېر ولسوالیو ښځينه زده کوونکې او ځای اوسېدونکې وایي، چې په دغه ولایت کې د ناامنیو، سیمه ییزو دودنو او د ښوونځیو د ودانیو د نه شتوالي له امله سلګونه نجونې له زده کړو لرې پاتې شوې دي.

دغه ښځينه زده کوونکې د نښتو له ښکیلو غاړو غواړي، چې په میدان وردګو ولایت کې د ښځينه زده کوونکیو د لیک لوست مخه ونه نیسي.

 د فامیلو ښوونځي زده کوونکې فاطمې له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په میدان وردګو ولایت کې د نجونو ډېر ښوونځي تړل شوي دي او وسله والو مخالفانو ګڼو کورنیو ته ګواښ کړی، چې خپلې لوڼي ښوونځيو ته ونه لېږي.

د همدې ښوونځي بله زده کوونکې مریم ډېرې ستونزې تېروي؛ خو زده کړو ته ځان رسوي. هغه وايي، په سره لمر، ناامنه حالاتو او د کورنۍ د اجازې له نه موجودیت سره‎ ـ سره بیا هم زړه ښه کوي، چې زده کړې وکړي، خو ډېرې ملګرې یې د ناامنیو له وېرې له لیک او لوسته محرومې دي.

د میدان ښار د فامیلو ښوونځي سرښوونکي استاد کریم الله سلام وطندار ته وویل، په دې ولایت کې د پخوا په پرتله د وسله والو مخالفانو ګواښونه او ناامنۍ زیاتې شوې دي، چې له امله یې کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه پرېږدي.

د استاد کریم پر وینا، ناامنیو او د مخالفانو ګواښونو د زده کوونکیو په شمېر کې کموالی راوستی دی. ده زیاته کړه،  تېر کال یې د زده کوونکیو شمېر ۸ سوه و؛ خو سږکال ۶ سوو نجونو ته راښکته شوی دی.

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، چې له تېرو څو کالونو راهیسې د دغه ولایت په  څلورو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفانو د پرله پسې ګواښونو له امله د نجونو زیات شمېر ښوونځي تړل شوي او په ډېرو سیمو کې خو بېخي د نجونو ښوونځی نه دي جوړ شوي .

د دې ولایت د ولایتي شورا غړې اغلې نفیسې سیلۍ وردګ پر پوهنې وزارت او ریاست غږ وکړ، چې  په دغه ولایت کې د نجونو د لیک لوست په برخه کې خپلې هلې ځلې دو برابره زیاتې کړي.

سیلۍ وردګ وايي، چې د میدان وردګو ولایت په څلورو، جغتو، سیداباد، دایمیردارد او سیداباد ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نه شته؛ خو یوازې د پوهنې ریاست له خوا په څو کرایه شویو کورنو کې نجونې په لیک لوست بوختې دې، چې هغه هم ډېر وخت تړلي وي.

د دې ولایت د ولایتي شورا بله غړې هاجره میرزایي بیا د ښوونځیو تړل کېدو بل عمده لامل سیمه ییز دودونه بولي. هغه وايي، چې د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي پر ناامنیو سربېره، د سیمه ییزو دودنو له امله هم تړل شوي او ډېرې کورنۍ نجونو د زده کړو اجازه نه ورکوي.

خو د میدان وردګو د پوهنې رییس فضل الرحمان طارق بیا وايي، په دې ولایت کې له یوې دیني مدرسې او یو دارالحفاظ پرته نور ټول ښوونځي او تعلیمي ادارې پرانېستې دي.

ښاغلي طارق زیاته کړه، د میدان وردګو ولایت اکثره اوسېدونکي له پوهنې سره همکاري لري او په دې ولایت کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.

میدان وردګ پلازمېنې کابل ته نږدې پروت ولایت دی، چې په ۴۷۸ ښوونځیو کې یې  ۱۶۷ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ۵۲ زره يې نجونې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام