د راپورونو له مخې د تېرې دوشنبې په ورځ د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعیل ولد الشیخ ویلي، په یمن کې ښکيلو غاړو هوکړه کړې، چې باید په دغه هېواد کې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کړي.
همدارنګه نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه کې ليکلي، چې خبرې اترې به په کويټ کې ترسره شي.
یوې الماني شبکې ویلي، چې دغه وړاندیز د عربي ایتلاف ځواکونو او عبدربه منصور له خوا منل شوی دی.
په ۲۰۱۵ م ز کال کې د منصور هادي د بیا راتګ او حوثي یاغیانو د له منځه وړلو له پاره د عربي ایتلاف له خوا په یمن کې پوځي عملیات پېل شول.
د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو دغه استازي ویلي، چې د عربستان او د یمن په سرحدونو کې اوربند به د سولې خبرو اترو په برخه کې د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.
د نړېوالو رسنيو د راپور له مخې اوسمهال د تعز ښار شاوخوا او د دواړو هېوادونو په سرحدونو کې نښتې کمې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د سعودي عربستان له لوري په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۶ زره تنه وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، چې دغه هوايي بریدونه د سعودي عربستان له لوري پر حوثیانو شوي.
په ۲۰۱۴ م ز کال کې، چې د یمن د دولت ضد وسله والو (حوثیان) د وفاداره ځواکونو په ملاتړ پر پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح مسلط شول، نو نورو ځایونو ته يې هم مخ تګ وکړل.
د یمن ولسمشر منصور هادي تېښتې ته مجبور شو او له هغه وروسته د مارچ په میاشت کې عربي هېوادونو پر دغو حوثیانو هوايي بریدونه پېل کړل.