د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، چې طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې په خپل منځي نښتو کې شاوخوا ۸۰ ملکي وګړي وژلي دي. د دې چارواکیو پر وینا، په دې ولسوالۍ کې څو بې سره جسدونه هم موندل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي د ملي وګړیو سرپرې کول او پر هغوی ډزې کول؛ د وسله والو طالبانو د «جنګي جنایت» په نامه یاد کړی دی.
تر اوسه په شینډنډ کې د طالبانو د خپل منځي نښتو له امله ملکی وګړیو ته د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه کره شمېرې نه شته؛ خو د دولت له لوري یې د پلټنې له پاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د شینډنډ ولسوالۍ قومي مخوره وايي، چې د ملاننګیالي له ماتې وروسته، د ملاصمد کسان د خلکو پر کورونو ورغلل او د سیمې پر اوسېدونکیو یې ډزې وکړې او ډېر کسان یې مړه او ټپیان کړل.
د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی او قومي مشر تورمحمد ظریفي سلام وطندار ته وویل، چې یوه ستره ډله په نقابونو کې له تورو بیرغونو سره راغله او د ملاننګیالي تر کنټرول لاندې سیمه کې یې پر کورونو برید وکړ او خلک یې وځورول. د ولایتي شورا دا پخوانی غړی وايي: «حکومت یوازې دولتي بنسټونه تر کنټرول لاندې نیولي دي، که چېرې حالات همداسې دوام وکړي؛ شینډنډ به سقوط وکړي.»
په ورته وخت کې د هرات ولایت مطبوعاتي مسوول جیلاني فرهاد وايي، چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د «جنګي جنایت» د مخنیوي او د طالبانو د ځپلو له پاره یې د «عزم» په نامه عملیات پیل کړي دي. د فرهاد په خبره، تر اوسه د دې عملیاتو په پایله کې ۴۱ تنه طالبان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د ده پر وینا، په سیمه کې له عملیاتو سره سم، د مرستې رسونې لړۍ هم پیل شوې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبان د تېرې اونۍ د دوشنبې پر ورځ په خپلو کې سره ونښتل او یو بل ته یې درانه زیانونه واړول. دغه نښته د ملا اخترمحمد منصور د ډلې یو غړي ملاصد د کسانو او د ملا رسول د ډلې د یو غړي ملاننګیالي د کسانو ترمنځ شوې وه.