خلکو د ولسي جرګې غړو پر غیر حاضریو نېوکې کړي

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا نن پنجشنبه (مارچ ۱۰ مه) کابل کې د ملي شورا غړو په اړه  د خپلو څيړنو پایلې اعلان کړې.

 په دې څیړنه کې راغلي، چې ېو شمېروطنوال په ملي شوراکې د وکېلانو له غیرحاضريو ناخوښ دي.

خو ځینې وکیلان بیا وايي، چې موکلینو یې د ولسي جرګې په غونډو کې د ګډون مخنیوی کاوه.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا استازي وايي، چې دا څيړنه یې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونو ترسرلیک لاندې د ملي شورا شپږم امتیازي کال ۱۱م اجلاس په اړه د تېر یوه کال په ترڅ کې په کابل او ولایتونوکې ترسره کړې ده.

په دې څېړنه کې له مرکه شویو کسانو پوښتل شوي، چې له ملي شورا خپلې نوې غوښتنې طرح کړي.

د فیفا استازی شریف اختر نن کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خپلې څيړنې رپوټ خپرولو پرمهال وویل، چې د  ملي شورا په عمومي غونډو کې د یو شمېر وکېلانوغیرحاضري د قانون جوړونې چارې له ځنډ سره مخ کړي.

په همدې حال کې شریفي زیاتوي، چې ولسي جرګه د حکومت له کارکوونکوسمه څارنه نه کوي او دغه کار سبب کیږي، چې حکومتي بنسټونه خپلې چارې په سمه توګه پر مخ یو نه سي.

دغه راز، د افغانستان رسینو څار بنسټ غړی فهیم صابر هم خبري غونډې ته وویل، چې د ولسي جرګې عمومي غونډو کې د یو شمیر وکیلانو غیرحاضري د قوانینو په تصویب کې د ځنډ لامل کیږي.

فهیم زیاتوي، چې د ولسی جرګې اداري پلاوی باید د هغو استازو نومونه چې په عمومي غونډو کې غیرحاضروي اعلان کړي، چې خلک د خپلو استازو له مسوولیت منلو او ژمنو خبر شي.

بل خوا د ولسي جرګې یوشمیر غړي، چې د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د څیړنیز راپور خپرولو پر مهال حاضر وو وایي، چې خلک خپله په غونډو کې د وکیلانو غیر حاضری سبب ګرځي، ځکه یو شمیر وکیلان د خپلو موکلینو ستونزو هواري په موخه نه شي کولی، چې غونډو ته حاضر شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو راپور ښیي، چې خلک د قوانینو نه تطبیق، د دولت درې ګونو قواوو ترمنځ نه همغږي او له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي قانون پر نه تصویبېدو نیوکې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام