د کابل ښار پولې محمود خان ته څېرمه یوشمېر مدني فعالانو په کفن کې ځانونه پټ کړي وو او د دوی په وینا د سولې د ناکام بهېر غندنه یې وکړه.
اعتراض کوونکي ادعا کوله، چې په تېرو ۱۵ کالنوکې د سولې چغې پورته کیږي، خو بیا هم د افغانانو وینې روانې دي.
دوی وویل، د سولې په برخه کې سلګونه میلیونه ډالره ولګول شول، خو پایله یې هیڅ ده.
اعتراض کوونکو طالبان د پاکستان دلاس اله وبلل او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه، چې پر پاکستان د سولې په برخه کې فشار واچوي.
د سړک پرسر ولاړو اعتراض کوونکو مخونه پټ، د مړو تمثیل یې کاوه، او په لاسونه کې یې شعارونه نیولي وو، چې " د افغان امنیتي ځواکونو ته درناوی لرو، طالب د پخلاینې دوښمن دی، د سولې عالي شورا د سولې په راوستو کې ناکامه ده، پاکستان د ترهګرو مهربانه مور او قاتل دی او له دغه هیواد سره دوستي باطله ده."
اعتراض کوونکو په پای کې یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې په هغې کې راغلي، د سولې خبري اتري کومه پایله نه لري او یوازي د ولس او افغان دولت د وخت ضایع کول دي.
دوی له دولت نه وغوښتل، چې د ترهګرو ډلو پر ضد له جدي او لازم قاطعیت نه کار واخلي، ترڅو دغه ډلي د زور له لارې سولې ته غاړه کیږدي.