د کرکټ د شل اوریز جام نړیوالو سیاليو په لومړۍ ورځ افغانستان سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي پچه وګټله او د لومړي بیټېنګ پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان له پاره د لوبې پیل برید کوونکي بیټسمین شهزاد محمدي او نور علي ځدران وکړه.
دواړو اوپنرانو لوبغاړو خپلې لوبډلې ته یو ښه پېل ورکړ، خو نورعلي د یو لوړ شاټ وهلو په هڅه کې ناکام شو او کېچ اوټ شو.
خو شهزاد محمدي بیا په ۳۹ توپونو ۶۱ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې.
د افغانستان له پاره دویم بېټسمين لوبډلمشراصغر ستانکزی و چې د ۵۰ سیزې سره ناسوېدلی پاتې شو.
افغان کرکټ لوبډلې په پوره ۲۰ اورونو کې د شهزاد محمدي په ۶۱ او د کپتان اصغر ستانکزي په ۵۰ سیزې وکولی شول، چې د سیالې لوبډلې له پاره ی۱۷۰ منډې هدف وټاکي.
سکاټلینډ په لومړيو ۵ اورنو کې تیزه لوبه وکړه خو توپ اچونې ته د سمیع الله شینواري په راتګ یې لوبغالي یو په بل پسې وسوزیدل او په دې توګه یې د ۱۷۰ منډو هدف ته ځان ونه رسولی شو.
په دې سره دا شپږمه شل اوریزه نړیواله سیالي شوه چې افغانستان یې له سکاټلینډ څخه ګټي.
شهزاد محمدي چې په ۳۹ توپونو یې ۶۱ منډې کړې وې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم خپله کړه.
دویمه سیالي به افغانستان د مارچ په ۱۰ مه د زمبابوې لوبډلې په خلاف تر سره کړي.
زمبابوې له وار دمخه خپله لومړۍ سیالي د هانګ کانګ څخه ګټلې ده.