له هلمند ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو تاسیسات د سیمې خلکو په بمونو الوځولي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د تیرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني ځواکونو د هلمند د دیشو ولسوالۍ د بهرامچې په سیمه کې د افغانستان په خاوره کې دننه خپل بیرغ پورته کړی او غواړي یاده سیمه ترخپلې ولکې لاندې راولي، خو وروسته بیا د دوی دا کړنه د سیمې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
د ملي دفاع وزارت اوپراتیفي مرستیال او د هلمند له پاره د ولسمشراوپراتیفي استازی تورن جنرال عبدالجبارقهرمان نن سه شنبه( مارچ ۸مه) سلام وطندار ته وویل، دغه تاسیسات د سیمې خلکو پاڅون په پایله کې په بمونو والوځول او پاکستانۍ ملیشۍ یې شاه تګ ته اړ کړي دي.
قهرمان زیاته کړه، چې د ملامنصور په مشرۍ طالبانو هم پاکستان ته ددغو تاسیساتو جوړولواجازه ورکړې، خو د طالبانو ځینو نورو ډلو بیا ددغه کار مخه نیولې وه.
قهرمان په ورته وخت کې وویل، چې اوسمهال له افغان ځواکونو سره د امریکا هوایي ځواکونه هم بشپړه مرسته کوي.
ډیورنډ کرښه ۱۶۲ کیلومتره له هلمنده تیره شوې، چې تر ډیره دا کرښه اوسمهال د ناامنیو له امله بې دفاع پاتې او د څارنې په برخه کې یې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې کوم اقدام نه دی شوی.