د ولسي جرګې مرستیالۍ ته نوماندان ناکام؛ خو نایب منشي بریالی شو

د ولسي جرګې په نننو ټاکنو کې د دې جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو له پاره رايي اچونې وشوې.

د ولسي جرګې د دویمې ورځې په عمومي غونډه کې د نایب منشي څوکۍ نوماندانو عرفان الله عرفان د وکیلانو د باور په ۱۲۸ رايو او روابه پرواني په ۴۷ رایو سره د دې جرګې نایب منشيان شول.

د د دې جرګې په نننۍ (سه شنبې) غونډه کې وکیلانو ۲۱۶ رایې وکارولې، چې د ۵۰+۱ باور رایو له پاره باید هر نوماند د وکیلانو د باور ۱۰۹ رایې ترلاسه کړي.

بل خوا د ولسي جرګې لومړي نایب څوکۍ ته عبدالظاهر قدیر او میرویس یاسینی نوماندان وو، چې ظاهر قدیر ۹۳ او میرویس یا سیني د وکیلانو د باور ۸۰ رایې ترلاسه کړې؛ خو یو هم ۵۰+۱ رایې پوره نه شوې کړی.

دغه راز، د ولسي جرګې دویم نایب څوکۍ ته نوماندانو، نذیر احمد احمدزي ۱۰۲ او عبدالقیوم سجادي ۷۲ د بارو رایې ترلاسه کړې، چې یو هم ۵۰+۱ رایې پوره نه شوې کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې د تېرې ورځې د اداري پلاوي په ټاکنو کې عبدالروف انعامي وتوانېدلو، چې د ولسي جرګې منشي څوکۍ د ۱۱۷ باوري رایو په ترلاسه کولو سره د دې جرګې منشي شي.

د نن ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي پرېکړه وکړه، چې د لومړي او دویم نایب ټاکنې به سبا وشي او په همدې سره غونډه پای ته ورسېدله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام