د سنګین امنیه قومندان په دې تور و نیول شو، چې دغه ولسوالۍ يې طالبانو ته تسلیموله

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د سنګین ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان او ځېنې پولیس چې غوښتل یې د سنګین ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته تسلیم کړي د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو له لوري ونیول شول.

دغه سرچینه وايي، چې نیول شویو کسانو پخوا هم له وسله والو طالبانو سره اړیکې درلودلې او وسله والو طالبانو ته یې مهمات ورکول.

دغه کسان دوې ورځې مخکې نیول شوي دي.

خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، چې د سنګین امنیه قوماندان محمد نبي او ۳۰ تنه پولیس چې د شک لاندې نیولي او تر پلټونو لاندې دي.

دی وايي، د نیول شویو پولیسو او قوماندان اصلي ستونزه په هغه ولسوالۍ کې د مېشتو ملي اردو سرتېرو او پولیسو تر منځ د لفظي شخړې رامنځته کېدل وو.

سرجنګ زیاته کړه، چې د ملي اردو او پولیسو تر منځ وسله واله نښته هم شوې ده او په دې نښته کې یو پولیس هم وژل شوی دی.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، چې نیول شوي پولیس او سرپرست امنیه قوماندان اوس مهال د شوراب پوځي هډې ته راوړل شوي دي، ستونزه حل شوې ده او بېرته به خپلو دندو ته ولېږلی شي.

په ورته وخت کې نوموړی په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکوي او وايي، چې هلته یې وسله وال طالبان ځپلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې په نوموړې ولسوالۍ کې د ملي اردو۶۵ سرتېري وسله والوطالبانو ته تسليم شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام