د پوروړو پيسو او د عبدالله پر کور راغلي ناورین هغه پوره کمزوری کړی دی. دا هغه څوک دی، چې په ښه عمر کې، د کورنۍ د ۱۲ تنو له مړینې وروسته، د ژوند خوږې شېبې په ترخو هغو شمېري.
عبدالله په کابل ښار کې اوسېږي، چې ورور یې بهر ته د هوسا ژوند په موخه روان شوی و، خو د یونان له خونړیو اوبو نه د تېرېدو پرمهال یې کښتۍ د ترکیې په اوبو کې ټکر وکړ، چې له امله یې د دوی د کورنۍ ۱۲ غړي اوبو ډب کړل.
عبدالله له څو خبرو وروسته دېوال ته تکیه شو، سر یې ټیټ کړ او په لاس کې نیولي لرګي باندې يې پر ځمکه کرښې ایستلې؛ وویل، د ورور په ګډون یې د کورنۍ پنځه تنه تري تم شوي دي، هیلې یې بایللي دي. ده زیاته، د ژوندي راتګ تمه یې نه لري، خو د مړو په راتګ پسې د نتظار سترګې اړوي، راړوي.
عبدالله سلام وطندار سره په خبرو کې وايي، چې ورور یې کابل کې د خوړو پلورنځی لرلو، هغه یې وپلورلو، څو زره امریکايي ډالر یې له یو هټيوال نه راپور کړل او د کورنۍ له ۱۲ غړیو سره د جرمني پر لور ران شو.
عبدالله یوازې د دغه ناورین شمال نه دی وهلی، بلکې دغه څپه د ده پر نورو خپلوانو هم ورغلې ده. ده وویل، په پيدا شویو مړو کې یې د ماما، ترور زامن او د کاکا لمسیان شامل وو.
عبدالله اوس دوه غمه ژاړي، یو د کورنۍ ۱۲ مړو هغه او بل د پوروړو غم.
ده وویل، چې ورور یې بهر ته د تګ پر وخت له بېلابېلو کسانو نه شاوخوا ۴ زره امریکایي ډالر پور کړي وو. اوس هره شېبه په دې فکر وي، چې دوه یا درې ورځې وروسته به یې خلک له ګرېوانه روانیسي او خپل پور به ترې وغواړي.
ده وویل، چې له ترکیې نه یې کابل ته د خپلوانو د هر مړي پر راوړلو باندې شاوخوا ۳۵۰ يرو ورکړي، چې هغه یې هم له خلکو پور کړي وو.
نوموړی وايي، زړه یې غواړي، چې خپلې کورنۍ پسې خیر، خیرات وکړي، خو خپل جېب ته چې ګوري؛ نو دا متل وریادېږي، چې تشه لاسه! ته مې دوښمن يې.
شبیر د عبدالله خپلوان دی. نوموړي د یکشنبې پر ورځ د خپلوانو د فاتحې په مراسمو کې سلام وطندارته وویل، بې وزلۍ، نا امنۍ او بې کارۍ یې د کورنۍ ۱۲ غړي د ماهیانو خوراک ته برابر کړل.
شبیر هم له دولت نه غواړي، چې نورې کورنۍ له دې ډول غم او درد څخه وژغوري، بس دی نور دې دولس کړېدلي حال ته پام وشي.
محمد یوسف د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړی او د دوی پر غم ځپلي ټغر ناست دی، سترګې یې له اوښکو او په ژړغوني حالت کې وايي، چې کله هم د خپلوانو له مرګ خبر شو؛ کابل کې د ترکیې سفارته په وار وار ورغی، چې د دوی د مړو په پیداکولو کې ورسره مرسته وکړي، خو د هغوی ناسم چلن بېخي ډېر ځورولی دی.
یوسف وايي، چې له زیاتو منډو ترړو وروسته یې، د هر مړي پر سر په کابل کې د ترکیې سفارت ته ۳۰۰۰ امریکايي ډالره ورکړل او له ۱۵ ورځو وروسته یې د کورنۍ ۷ مړي په داسې حال کې راورسېدل، چې له ستوني نه نیولې، تر نامه پورې ټول څيري شوي وو.
د دې کورنۍ ۷ تنه غړي د شنبې پر ورځ کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانانو د یوې کورنۍ دومره شمېر غړي په یوځايي ډول په اوبو کې ساه ورکوي.
د رراپورنو پر بنسټ افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی، چې زیات خلک یې اروپايي هېوادونو ته د پنا اخیستلو له پاره ورځي.
د روان کال له پیل نه تر اوس پورې ۱۵۰ زره کسان د اېټالیا او یونان د اوبو له لارې او ځېنې نور یې د وچې له لارې بالکان، د شنګن غړیو هېوادونو او نورو اروپايي هېوادونو ته ورغلي دي.