افغانستان د اسیا په کانګفو لوبو ۲ د “سپینو زرو” مډالونه وګټل

د افغانستان کانګفو لوبې ښځینه او نارینه لوبغاړو د ایران په کوربتوب په اسیایي کانګفو سیالیو کې په زړه پورې لوبې وکړې او دویم مقام یې ترلاسه کړ.

دواړه نارینه او ښځینه افغان اتلې لوبډلې د"سپین زرو" مډالونو سره نن پنجشنبه " فبروري۴مه " د المپیک ملي کمیټې او مینه والو په تود هرکلي کې هیواد ته راستنې شوې.

د ایران "پریس" ټلویزون د راپور له مخې چې د اسیا په لومړي پړاو کانفګو سیالیو کې د افغانستان او کوربه ایران لوبډلو په ګډون د ۲۲ اسیایي هیوادونو ښځینه او نارینه لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د اسیا لومړی پړاو کانګفو سیالۍ د ۶ ورځو له پاره د ایران په "قصرشیرین" ښار کې  چې د ایران په لویدیځ کې موقیعت لري ترسره شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په نارینه او ښځینه برخو کې کوربه ایران لومړي مقامونه وګټل او د سرو زرو مډالونه یې ترلاسه کړل.

دغه راز په ښځینه او نارینه برخو کې د افغانستان د دویم مقام او سپینو زرو مډالونو ترڅنګ په نارینه برخه کې پاکستان درېیم او په ښځینه برخه کې منګولیا د درېیم مقام په خپلولو سره د برونز مډال ترلاسه کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې کانګفو چینایي ژبه ده چې "کانګ" د زیار او سخت کار او "فو" د لارې او روش په مانا یاده شوې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام