امريکايي جاسوسان: په عراق کې ۲۵ زره داعش وسله وال موجود دي

د یو، ایس، اې ټوډی خبري ویب پاڼې د راپور له مخې د امريکا په پنتاګون کې یو امريکايي چارواکي، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي، ځينې تقریبي شمېرې يې له رسنيو سره شريکې کړي.

د هغه شمېرې ښيي، چې سږکال امريکايي جاسوسان د نورو کلونو په پرتله په عراق کې دقیق فعالیتونه کوي.

امريکايي جاسوسانو تېر کال په عراق کې د داعش وسله والو شمېر د ۱۹ زرو څخه تر ۳۱ زرو پورې راپور ورکړی و.

له دې سره سره، چې په دې وروستيو کې د داعش وسله والو ته خورا سخت زیانونه ورسېدل، خو بیا هم ليدل کيږي، چې د دوی په شمېره کې کوم د پام وړ زیاتوالی يا کموالی نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا څو میاشتې وړاندې داسې راپور خپور کړ، چې د دوی د هوايي بريدونو له امله شاوخوا ۲۸ زره داعشیان وژل شوي دي.

د کل استیون وارن په نوم د امريکا دفاع وزارت یو تن چارواکي زیاته کړې، چې د داعش په جنګي ظرفیت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو دغه ډله خپلو لیکو ته خلک په زوره جذبوي.

وارن زیاته کړه، چې داعش خپلو هغو پلویانو ته، چې د جنګ په ډګر کې مات شوي وي سختې سزاګانې ورکوي، نو په همدې وجه يې زیات پلويان له ليکو تېښتې ته مجبوريږي.

داعشیانو تېر کال په عراق کې د رمادي، تیکریت او سنجر په ګډون ۴۰ سلنه سيمې لاسه ورکړې وې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام