د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د قطر فوټبال فدراسیون چمتووالی ښودلی، ترڅو په افغانستان کې د فوټبال لوبې معیاري اکاډمي جوړه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې موخه د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او د قطر فوټبال فدراسیون مشر ترمنځ لومړنۍ خبرې هوکړه هم شوې ده.
خو د افغانستان فوټبال فدراسیون د دې له پاره، چې تراوسه یې په اړه لومړنۍ ژمنې شوې دي د قطرله خوا د ژمنه شوې فوټبال روزنیزې اکاډمۍ د جوړیدو د نیټې او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د قطر فوټبال فدراسیون په بلنه د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د سکرترجنرال علي رضا اقازاده په ملتیا دغه هیواد ته سفر کړی دی.
خبرپانه لیکې، چې قطر ته د خپل سفر پرمهال د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو د کوربه قطر هیواد فوټبال فدراسیون له مشر او د اسیا فوټبال فدراسیونونو د بېلا بېلو مشرانو سره د لیدنې ترڅنګ د اسیا المپیک شورا له مشر شیخ احمد الصباح سره هم لیدلی دي.
د خبرپاڼې له مخې قطر ته په سفر کې کریم له قطرفوټبال فدراسیون سره د افغانستان فوټبال د پرمختګ په موخه ۵ کلن تړون هم لاسلیک کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې د افغانستان او قطرترمنځ د شوي ۵ کلن تړون له مخې به دغه هیواد دافغانستان بیلا بیلو فوټبال ملي لوبډلو د تمریناتي او روزنیز کمپونو کوربتوب کوي.
په تړون کې دا هم هوکړه شوې ده، چې قطرهیواد به د افغانستان فوټبال روزونکو له پاره بېلا بېلې درجې د روزنې کورسونه هم برابروي، ترڅو د افغانستان د فوټبال مهارتونه ورسره لوړ شي.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او د اسیا المپیک شورا د مشر شیخ احمد الصباح ترمنځ په لیدنه کې د افغانستان د ورزش د شته ستونزو او ددغه ستونزو د له مینځه وړلو په موخه خبرې وشوې.
د دواړو چارواکو ترمنځ په دې لیدنه کې د اسیا المپیک شورا مشر د افغانستان المپیک شورا څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ.