افغانستان په کرکټ کی ایرلینډ ته ستره ماته ورکړه

د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت د ۱۱م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو د تمریناتي لوبو لړۍ پرون (جمعه) په بنګله دېش کی پیل شوه.

د تمریني سیالیو په دويمه ورځ افغانستان (نن شننې) خپله لومړۍ تمریني لوبه د ایرلینډ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره (سیوار) ښار کی وکړله، چې افغانستان په ۱۲۶ منډو وګټله.

په سیالۍ کې کپتان احسان الله جنت د یو ریښتني کپتان لوبه وکړه، چې د سلیزه په  جوړولو سره په ۱۳۳ منډو بریالی شو.

له نوموړي پرته بل لوبغاړي ښه لوبه ونه کړای شوه او ټوله لوبډله په پوره ۵۰ اورونو کې په ۲۷۷ منډو بریالۍ شوه.

په سیالۍ کې ایرلیندۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان له خوا ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او ستره ماته یې ومنله.

احسان الله جنت په ستره سلیزه د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو، چې ۱۴ څلوریزې او ۴ شپږیزې هم په کې شاملې وې.

دغه راز د نن ورځې په نورو تمریني سیالیو کې کوربه بنګله دېش له زمبابوی سره، کاناډا له هندوستان سره، انګلستان له نمیبیا سره، نیپال له پاکستان سره او نیوزیلینډ له سریلانکا سره لوبې وکړي.

د تمریني سیالیو په لومړۍ ورځ ۲ لوبې وشوې، چې دفاعي اتلې سویلي افریقا په کې په ۲۸۳ منډو فیجي ته او وېسټ انډيزۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې بیا ۱۴۸ منډو سکاټلینډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د پلان له مخې به تمریني سیالۍ د جنورۍ تر ۲۵ مې نېټې روانې وي، چې افغانستان به په کې دیمه لوبه له نیوزیلینډ لوبډلې سره وکړي.

ټاکل شوې ده، د بنګله دېش په کوربتوب د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۷ مه نېټه پیل شي، چې ۱۶ لوبډلې به په کې په  دوو ګروپونو کې د اتلولۍ له پاره لوبې وکړي.

په دې سیالیو کی به سویلي افریقا له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي، چې افغانستان به په کې د پاکستان، سریلانکا او کاناډا ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام