
د پاکستان په چارسده کې د پاچا خان پر پوهنتون په ډله ییز برید کې دوو څوکیدارانو او ۱۳ زده کړیالانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دغه ترهګریز برید کې په لسګونو زده کړیالان ټپیان شوي هم دي.
د پاکستاني رسنیو په قول، پاکستاني ځواکونو د جګړې د مهارولو له پاره ورغلي او د دواړو لورې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي، چې د بریدګرو له ډلې ۲ تنه وژل شوي دي.
ویل کېږي، چې درې بریدګرو په داسې مهال پر پوهنتون برید کړی، چې په پوهنتون کې د ۳ زرو زده کړیالانو ترڅنګ ۶سوه مېلمانه د پاچاخان د ۲۸م تلین د نمانځنې له پار ورغلي وو.

د عیني شاهدانو پر وینا، بریدګر د پوهنتون په بېلابېلو ځایونو کې پټ شوي دي او زده کړیالان په ټولګیو او اکثره نجونې په شپه غالي کې دي.
د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې.
د پاکستاني طالبانو (ټي، ټي، پي) له ډلې يو تن قومندان عمر منصور د يو نامعلوم ځای څخه د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې دغه برید د دوی له خوا ترسره شوی دی.
یاده دې وي، چې په پام کې ده په دغه پوهنتون کې د مشاعرې له پاره ۶۰۰ کسان ګډون وکړي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې د بریدګرو په ډزو کې د پوهنتون دوه څوکیدارن ټپیان شوي، چې د درملنې له پاره د چارسدې سیمه ییز روغتون ته لېږدول شي دي.
له پوهنتون نه د جګړې پر مهال روغ رواتلي زده کړیالان وايي، چې ګڼ شمېر زده کړیالان په ټولګیو او د پوهنتون په بېلابېلو ځایونو کې پاتې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي، خو هر کله چې د پاکستان په منځګړيتوب د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شوي؛ نو په افغانستان او پاکستان کې دغه ډول بریدونو زور اخیستی دی.





