د افغانستان ديني عالمانو د حزب التحریر، داعش او طالبانو، ترهګریز فعالیتونه محکوم کړل او له دولت نه یې غوښتنه وکړه، چې د دغو ډلو د فعالیتونو پر وړاندي جدي مبارزه وکړي.
د دغو عالمانو، چې شمېر یې ۵۰۰ تنو ته رسېد، په کابل کې په یوه علمي او څېړنیزه غونډه کې له ټول هېواد نه راټول شوي؛ چې د افراطیت دیني، اقتصادي او سیاسي انګېزې وڅېړي او د دې پدیدې پر وړاندې د مبارزې له پاره حل لارې ولټوي.
دغه غونډه په کابل کې د حج او اقافو وزارت له خوا د درې ورځو له پاره جوړه شوې وه.
د دغو عالمانو له ډلې مولوي عبدالله چې د غونډې پرېکړه لیک یې لوست؛ وویل، چې دوی د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي او له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو نه غواړي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای له پاره هڅې وکړي.
د حج او اقافو وزیر فیض محمد عثماني د افراطیت پر وړاندې د دیني عالمان د رول په اړه وويل، چې دوی باید هر ډول معلومات ولري او خلکو ته د مثبتو پیغامونو لرونکي اطلات وړاندي کړي.
د دغې غونډې یو بل ویناوال د عالمانو د کمې پوهې په اړه وویل، چې هغوی ډېره کمه پوهه لري او نه شي کولی، چې په زده کړیزو او ښوونیزو مرکزونو کې تدریس وکړي.
عثماني د دې غونډې پر لومړي شنبې ورځ ویلي وو، چې تر اوسه په افغانستان کې د افراطیت د له منځه وړلو په نامه هیڅ هم نه دي شوي.





