د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې مدیر قادر جمشیدي وايي، چې د ۱۳۹۴ کال په اوږدو کې له ۱۰ زرو ۱۵۰ تنو زیات کسانو ته د سواد زده کړې له لارې لیک او لوست ورزده کړی دی.
دی وايي، چې د فارغ شوي کسان په منځني ډول د ۵۰ کلونه په اندازه عمرونه لري.
جمشیدي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ۱۳۹۴ کال د لیک او لوست زده کوونکيو په جمله کې ۲زره ۵۰۹ تنه یې مېرمنې وې.
دغه مدیریت وايي، چې د بغلان په ۱۵ اداري واحدونو کې شاوخوا ۱۷۱ تنه ښوونکي د لیک او لوست په درسونو بوخت دي، چې ۵۹ تنه ښوونکې یې مېرمنې دي.
د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې برخې مدیر وايي، چې موخه یې هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دي لیک او لوست زمېنه برابرول دي.
دوی وايي، چې ځوان نسل باید لیک او لوست ور زده شي او په ټولنه کې ترې ګټه واخیستل شي.
۴۸ کلن خیال محمد او ۳۵ کلن احمد چې په دې وروستیو کې د سواد زده کړې له مرکز څخه فارغ شوي دي؛ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دوی د لیک او لوست د زده کړې له برکته کولی شي، خپلې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.
د دوی پر بارو هغه شمېر ځوانان، چې د وسله والو مخالفانو لیکو ته ورځي؛ اساسي لامل یې بې سوادي ده.
دوی وايي، چې بې سواده خلک د ښو او بدو تر منځ اساسي توپیر نه شي کولی.
د بغلان ولایت د پوهې ریاست د چارواکيو پر خبره، په تېرو ۱۳ کلونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته لیک او لوست ور زده شوی دی؛ چې ۶۰ سلنه یې مېرمنې دي.