د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ۵۰ اوریزه لوبو د تاریخ په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د لومړي ځل له پاره ۱۰ مقام خپل کړ.
دا هغه مقام دی، چې په کې زیاتره د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لرونکي لس لوبډلې ځای لري؛ خو زمبابوې ته په ماتې ورکولو اوس افغان لوبډلې دغه مقام ترلاسه کړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې څخه د ۵ پنځوس اوریزه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په ۴۹ منډو وګټله او په دې بریا سره یې ۲ لوبډلې شاته پریښودې.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د پ۵۰ اوریزه لوبو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډله له ۱۲ م مقام څخه ۱۰ م مقام ته ورسیده.
ددې مقام له پاره نه یواځې افغان کرکټ ملي لوبډلې د دویمې درجې ایرلینډ لوبډلې ترڅنګ د ټیسټ غړیتوب لرونکې زمبابوې لوبډله هم شاته پریښوده.
د زمبابوې خلاف د افغانستان په لومړۍ بریا سره ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله یوولسم خو زمبابوې بیا د افغانستان پخواني دولسم مقام ته ولېږدوله.
د زمبابوې خلاف په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ بریا سره افغانستان ۸ امتیازونه ترلاسه کړل او په دې سره یې د ۲۱ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو وروسته د امتیازونو شمیر ۴۹ ته لوړ شو.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو سیالیو درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړۍ ، هندوستان دویم ، سویلي افریقه دریم، نیوزیلینډ څلورم، سریلانکا پنځم ، انګلستان شپږم، بنګله دیش اووم ، پاکستان اتم او ویسټ انډيز بیا د افغانستان وړاندې نهم مقام له ځان سره لري.
اوسمهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د همدې شورا په چوکاټ کې د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې هم ۹ م مقام له ځان سره لري.
که څه هم د زمبابوې خلاف په پاتو ۴ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې په بریا افغانستان بیا هم د ویسټ انډيز څخه اتم مقام نه شي نیولی خو کولای شي، چې د امتیازونو په زیاتولو سره خپل اوسنی ۱۰ مقام ترډیر وخت له ځان سره وساتي.