
د هندوستان لومړی وزیر نرېندرا مودي نن "'جمعه، ۲۵ د ډېسمبر" ګهیځ وختي کابل ته ورسېد.
نرېندرا مو دې د مسکو له سفر وروسته کابل ته راغی او د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د هر کلی له پاره ورغلی دی.
ټاکل شوې ده، چې د هند لومړی وزیر به افغان ولسمشر اشفر غني، اجرایه رییس عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لېدنې وکړي.
په پام کې ده، چې مودي به هغه درې جنګي چورلکې، چې افغانستان ته د هند له لوري ورکړل شوې دي، رسماً افغان حکومت ته وسپاري.
د هند لومړی وزیر به د همدې سفر په ترڅ کې د هند هېواد له خوا د افغانستان پارلمان نوې ودانې چې د دغه هېواد په مالي او تخنیکي مرسته ودانه شوې ده؛ هم پرانیزي.





