د ټاپي پروژې عملي چارې پيل شوې

د ټاپي پروژې عملي کار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردی محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د هند ولسمشر مرستیال حامد انصاري له لوریو په ګډه د یوې توکمې په کېکاږلو سره پیل شو.

د دغو هېوادونو لوړپوړي چارواکي نن (یکشنبه، د ډېسمبر په ۱۳مه) نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې سره راټول شوي وو او د دوی په موجودیت کې د ټاپي پروژې عملي کار د ګازو نل لیکې د فلزکارۍ له چارو پیل شو.

تمه کیږي، چې د غه بې سارې اقتصادي پروژه به د سیمې پر اقتصاد او سیاست مثبت تاثیر وشیندي.

د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکه به د افغانستان له لارې پاکستان او هند سر ونښلوي او له دې پروژې به هند او پاکستان هره ورځ ۳۸ میليون متره مکعبه ګاز او افغانستان به ۱۴ میليون متره مکعبه ګاز تر لاسه کړي.

د دغو څلورو هېوادونو مشرانو په یو دست اویز لاسلیکونه وکړل او بیا یې دغه سند د ټاپي پروژې د بنسټ ډبرې لاندې خښ کړ.

ټاکل شوې ده، چې د ۷،۴ میلیاردو ډالرو دغه پروژه به په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړه شي.

دغې نږدې ۱۸ سوه کیلومټره اوږدې د ګازو لېږد نل لیکې ته د نوې زمانې د ورېښمو لاره هم ویل کیږي، چې سوېلي اسیا د منځنۍ اسیا سره تړي.

د کوربه هېواد ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر وخت وويل، چې د دوی هېواد دا توان لري، چې د راتلونکي ۳۰ کلونو پورې هره ورځ ۹۰ میليونه مکعبه متره ګاز وپلوري.

افغان ولسمشر د ټاپي پروژې د عملي کار پیل پر موکه وويل، چې ډېرې اندېښنې او شکونه پای ته ورسېدل.

د ده پر وينا، دغه پروژه به په سيمه کې هغه تاريخي اړيکې بېرته ټينګې کړي، چې د شوروي هېواد له منځته راتلو سره وشړېدلې.

غني زياته کړه، چې د پروژې شريکو څلور هېوادونو د پاريس د پرېکړې سره سم پر مثبت لور روان دي؛ ځکه چې ګاز د نفتي او صنعتي توکو په پرتله چاپېریال ته ډېر زیان نه رسوي.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف وویل، چې د ټاپي پروژې دې ته لاره هواره کړه، چې سوېلي او منځنۍ اسیا هېوادونه له اقتصادي اړخه ونښلوي.

د هغه پر وينا، دغه پروژه به په سیمه کې له اقتصادي اړخه پرته په امنیت هم اغیز وکړي.

نواز شريف وويل، چې دغه څلور هېوادونو به د ګازو د نل لیکې تر څنګ د نوري مځي (فائبر اپټک) او برقي مځو پر وسيله هم سره وصل شي.

د هند مرستيال ولسمشر حامد انصاري د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل پر وخت وویل، چې د څلورو هېوادونو او د نړيوالو پر مرسته به دغې پروژې ته متوجه ګواښونه له منځي يوړل شي.

د ټاپي پروژې عملي چارې په داسې حال کې پیلېږي، چې ولسمشر غني په اسلام باد کې د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس له راتګ وروسته په پلازمېنه کابل ښار کې د تېرې جمعې په ورځ خبري غونډه کې وویل، چې د دغې پروژې د عملي چارو پیل له پاره به ترکمنستان هېواد ته ولاړشي.

له دې مخکې هم ولسمشر غني د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل په اړه د ترکمنستان هېواد له ولسمشر په خبرو کې د ژر پیل ټینګار کړی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام