
عراق د ترکیې نظامي ځواکونو ته ۴۸ ساعتونه فرصت ورکړی، چې د عراق له خاورې دې ووځي.
د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي دفتر څخه خپرې شوې خبر پاڼه کې د ترکیې هېواد ځواکونو ته خبرداری ورکول شوی، که په ټاکلي وخت کې د عراق له خاورې ونه ځي، دوی به له هر ډول لارو چارو کار واخلي.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې دوی به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له دغې خبرې شکایت وکړي.
د عراق هېواد لومړي وزیر له دفتره د خپرې شوې خبر پاڼې د غبرګون په تړاو د ترکیې هېواد لومړي وزیر احمد داود اوغلو وايي، چې دوی د عراق په خاوره کې له پخوا راهیسې یواځې یو معمولي نظامي هډه لري، چې د داعش خلاف داوطلب جنګیالیو ته روزنه ورکوي.

اوغلو زیاته کړه، تر هغې چې د بغداد حساسیت سم نه شي دوی به عراق ته نوي ځواکونه ور ونه لېږي.
له بل لوري د عراق دفاع وزیر خالد العبیدي له خپل ترکیې سیال ایلماز سره په خبرو کې په دغه هېواد کې د ترکیې هېواد روزنیزې هډه کې د ترکیې نظامیانو د شمېر زیاتو په اړه اعتراض کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې ژر دې دغه سرتېري وباسي.
د عراق په موصل ښار په بشقیه سیمه کې د ترکیې هېواد سرتېرو کمه ډلګۍ له څو میاشتو راهیسې په دې اخته دي، چې د داعش خلاف داوطلبو کسانو او په ځانګړي ډول پېښه مرګه جنګیالیو ته روزنه ورکوي.
ویل کیږي، چې په دغه هډه کې د ترکیې ځواکونو مېشت سرتېرو شمېر ۶۰۰تنو او ۲۵ ټانکونو ته رسیږي.





