د کابل یو واټ “د سولې له پاره د یوبل منلو” په نوم شو

ځېنې مدني بنسټونو او هنرمندانو په دې شعار سره سوله خیال نه دی د کابل په واټونو کې کنسرت ورکړل او یوه واټ یې د "د سولې له پاره د یوبل منلو" په نوم ونوماوه.

دغو مدني فعالان په دې شعارونه سره چې سوله خوب لیدل نه دي وویل، ولسونه او دولت دې د یوبل په ګډو مرستو سره په هېواد کې د ریښتنې سولې له پاره هڅې وکړي.

مدني فعال سمیع دره يي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د دغو پروګرامونو په وسیله غواړي، چې هېوادوال وپوهوي سوله یواځې خوب نه دی.

دره يي وايي، چې افغان حکومت دې د اسلام اباد په غونډه کې د پاکستان او هند حکومتونو چارواکو ته دا ورسوي، چې په افغانستان کې دې له خپلو نیابتي جګړو لاس واخلي.

په لاریون کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو رییس عبدالکریم صادقي وویل، چې د یوبل له منلو پرته د سولې راتلل ناشوني دي او د ځوانانو له خوا د دغو لاریونونو جوړول د یوبل منلو له پاره زمېنه برابروي.

د صادقي په وینا، د کابل ښار واټونو د نوم اېښودنې کمېسیون له خوا  په کابل ښار کې د "سولې له پاره د یوبل منلو" په نوم د یو سړک نومول کېدل تصویب کړل.

د نن ورځې په لاریون کې د ولسي جرګې ځېنې غړیو هم ګډون کړی و.

لوړو زده کړو وزارت مخې ته واټ چې پخوا د مخابراتو په نوم یادېده اوس د "سولې له پاره د یوبل منلو" واټ په نوم ونومول شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام