ټاکل شوې ده، د امریکا په کوربتوب اووم پړاو د (امریکا ازاد کرکټ) ټورنمېنټ د کرکټ نړۍ د مخکښه لوبغاړو او دغه راز د افغان کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو په ګډون په دغه هېواد کې پیل شي.
دغو سیالیو ته چې موخه یې د امریکا په وچه کې کرکټ لوبې ته وده ورکول دي؛ د افغانستان څخه د سمیع الله شینواري او ګلبدین نایب تر څنګ رحمت شاه زرمتی، نورالحق ملکزی، افسرخان ځاځی، ناصرجمال احمدزی، یامین احمدزی او محمد مجتبی ورغوښتل شوي دي.
سیالۍ نن د امریکا پر وخت ماښام ۸ بجې په فلوریډا ایالت کرکټ لوبغالي کې پیلېږي، چې افغان لوبډلې به په کط د (کینډال) کرکټ لوبډلې په ګټه ولوبېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چې په سیالیو کې ټولټال ۳۲ کرکټ کلپونه برخه لري، چې په ۲۰۱۴ م کال کې د ۴ زرو ډالرو د نوم لیکنې فیس ورکولو وروسته د ۱۴۵ ثبت شویو کلپونو څخه غوره شوي دي.
سیالۍ نن په رسمي توګه پیلېږي او د راتلونکې اونۍ یکشنبې پر ورځ به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسېږي.
د امریکا کرکټ تاریخ تر ټولو ستر ټورنمېنټ ګټونکې لوبډلې ته، د امریکا کرکټ تاریخ تر ټولو ستره د ۱۰۰ زرو ډالرو جایزه هم اېښودل شوې ده، چې ۵۰ زره به اتلې او ۱۰ زره دویم مقام ګټونکي لوبډلې ته ورکړل شي.
دغه راز نیمه پای لوبو ته رسېدونکي ۲ لوبډلې به شپږ – شپږ زره او کوارټر فاینل ته رسیدونکې لوبډلې به څلور – څلور زره او د هرې لوبې غوره لوبغاړي ته به ۵ سوه امریکایي ډالره، دانعام په توګه ورکړل شي.
دغه راز له دغو پیسو به ۱۰ زره امریکایي ډالره د امریکا پرمختیایي کرکټ اکاډمۍ ته ډالۍ شي، پرې د ځوان امریکایي کرکټرانو روزنه وکړي.
ویل کېږي، چې ټول افغان لوبغاړي په دې سیالیو کې د لوبېدلو په موخه امریکا ته رسېدلي دي.
کینډال سټارز کرکټ ټیم په ۲۰۰۹ کال جوړ شوی دی، چې مشري او کپټاني یې پاکستانی سوداګر ملک عثمان علي پر غاړه لري.
په دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو تر څنګ سریلانکایې سنت جی سوریا، پاکستانی سعد نسیم او اعزاز چیمه، ویسټ انډیزیايي سیمویل بدري او سویلي افریقایي رولف ونډر مروی په څېر کرکټ لوبغاړي هم برخه لري، چې (یوایس ټایګرز) لوبډله به کې له خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.