په نړۍ کې د ګل خانه یي ګازونو په زیاتوالي کې د افغانستان ونډه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، چې د اوبو او هوا د بدلون او د ځمکې تودوخې زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده، چې افغانستان یې هم سخت اغیزمن کړی دی.

د دغې ادارې د اقلیم د بدلون برخې رییس غلام حسین امیري وايي، چې په نړۍ کې د ګل خانه یي ګازونو په زیاتوالي کې د افغانستان ونډه نیم په سلو کې دی.

امیري وايي، چې د صنعتي هېوادونو له خوا د افغانستان اوبو او هوا زیات زیان لیدل دی.

ده وویل، چې پرلپسې وچکالي، په دې وروستیو کلونو کې وران کاري او ناببره سیلابونه د نړیوال اقلیم د بدلون پایله ده.

امیري وویل، افغان دولت د اقلیم بدلون په اړه  د (اقلیم بدولون ملي مشارکت ونډې) په نوم یو پلان صنعتي او ګل خانه یي ګازونو تولید کوونکي هېوادونو ته وړاندې کړي.

د دغه پلان پر بنسټ به تر ۲۰۳۰ ز کال پورې صنعتي هېوادونه د افغانستان سره ۱۷ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.

که دغه پلان د صنعتي هېوادونو له لوري ملاتړ شي افغانستان به په ۱۵ کلونو کې د ګل خانه یي ګازونو د تولید کچه ۱۳ په سلو کې راکمه کړي.

د اقلیم بدلون ملي مشارکت ونډې پروګرام د ګل خاني ګازونو د ټیټوالي له پاره درې لارې چارې وړاندې کړې دي؛ له نوي ټکنالوژۍ استفاده کول، اوبو مدیریت کول او د افغانستان سره د صنعتي هېوادونو عملي مرسته.

د نړۍ اقلیم بدلون لامل د فوسلي انرژي نه چې د ګاز، نفت او د ډبرو سکاره دي کار اخیستل کیږي.

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، چې په افغانستان کې په سوړ موسم کې د سوند له توکو استفاده زیاتیږي او دغه چارو د ګل خانه يي ګازونو د زیاتوالی لامل کیږي.

د اقلیم بدلون په اړه پاریس کې نړیواله غونډه هم ترسره شوه او افغان ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د ځمکې د تودخې په اړه یې اندېښنې په ډاګه کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام