
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله باندې په بې ساري توګه د بهرنیو ترهګرو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.
د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې بهرني ترهګر د امام صاحب ولسوالۍ په جنګل نومي سیمه کې د ځانمرګو بریدونو، د سړک غاړې د ماین چوونې، بم جوړونې او نورو ترهګریزو بریدونو په اړه د ښوونیزو زده کړو ورکشاپونه پیل کړي دي.
د امام صاحب اوسېدونکي تعجب کوي، چې ولې امنیتي ځواکونه، چې د جنګل سیمې سره په نېږدې واټن کې پوستې لري؛ د دې ډول کړنو پر وړاندې اقدام نه کوي.
د دې ولسوالۍ دوو اوسېدونکو حاجي محمد امین او نور محمد د سرحدي سیمو په اړه وویل، چې ترهګرو په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډ سرحد کې، په ځانګړي ډول په جنګل سیمه کې خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. دوی د بهرنیو ترهګرو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري، خو وايي، چې دغه کسان د پاکستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان اتباع دي.
ویل کېږي، چې د جنګل سیمې او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ تللې لاره د ترهګرو له خوا تړل شوې ده.

په ورته وخت کې د کندوز ولایت ځای ناستی والي حمدالله دانشي هم د دغه ولایت د سرحدي سیمو ناامنه کېدل مني او وايي، چې ډېر ژر به د ملي اردو له خوا په سرحدي سیمو کې چاڼیز عملیات پيل شي. دانشي زیاته کړه، چې افغان دولت ته د سرحدي سیمو ساتل ډېر اړین دي او هیچا یا ډلې ته به دا اجازه ورنه کړي، چې دغه سیمې ناامنه کړي.
له دې وړاندې هم د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي له سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي وو، چې ورځ تر بلې د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې د بهرنیو ترهګرو شمېر زیاتېږي.
د قریشي پر وینا، شاوخوا ۲۰۰ بهرني ترهګر د کندوز ولایت په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې فعالیت کوي.
د امام صاحب ځېنې اوسېدونکي وايي، کله چې د پاکستان پوځ د وزیرستان په سیمه کې د ترهګرو او د دولت د مخالفینو پر ضد عملیات پيل کړل؛ نو زیات شمېر ترهګران له خپلو کورنیو سره افغانستان ته راولېږدېدل او د تخار، کندوز او بدخشان ولایتونو په ځېنو سیمو کې مېشت شول.
خو د دې اوسېدونکو په باور، د وزیریستان له جنګه راتښتېدلي ترهګران په سیمه ییزو لهجو خبرې کوي او د خلکو په اغلب ګومان، دوی بهرني ترهګر نه دي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالي له تاجکستان سره هم سرحده ده او د جنګل په نامه سیمه، د امو سیند ته نېږدې پرته ده، چې پخوا دغه سیمه د مخدره توکو د قاچاق لاره ګڼل کېدله.





