د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دعربي اماراتو په لور روانه شوه

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۶) له عمان کرکټ ملي لوبدلې سره یوه ۳ ورځنۍ کرکټ لوبه کې د لوبې ډګر ته ووځي.

کرکټ ملي لوبډله نن (یک شنبه) د کپتان اصغرستانکزي په مشرۍ د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په نیکو هیلو د شارجه په لور رخصت شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د افغانستان او عمان ترمینځ دغه سیالۍ به د عربي اماراتو په عجمان کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت سهار ۱۰ نیمې بجې پیل شي.

تراوسه افغان کرکټ بورډ دعمان خلاف دسبا ورځې سیالۍ په اړه څه نه دي ویلي خو د کرکټ لوبې مخکښې ویب پاڼې (کریک انفو) د دې لوبې مهال ویش اعلا کړی دی.

ښایي دغه  ۳ورځنۍ لوبه افغان کرکټ ملي لوبډلې له پاره راتلونکې اونۍ د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف ۴ ورځنۍ انټرکانټینینټل جام رسمي سیالۍ ته د ښه چمتووالي په موخه برابره شوي وي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې نومبر میاشتې تر۱۳ مې نیټې پورې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کپتان اصغرستانکزي په شمول یو شمیر د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په دریم پړاو (شپږیزه) ټورنامنټ کې بوخت وو.

عمان د وروستي ځل له پاره د روان کال په جولای میاشت کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیزپړاو لوبه ترسره کړه، چې افغانستان ته یې ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده د عمان خلاف د پلان شوې لوبې وروسته به دافغانستان کرکټ ملي لوبډله دراتلونکې شنبې په ورځ د نومبرمیاشتې په ۲۱ مه نیټه په (شارجه) کې د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

په روانو انټرکانټینینټل جام سیالیو کې افغانستان د سکاټلینډ خلاف د مساوي لوبې او د ۲۰ امتیازونو څخه د۷ امتیازونو په ګټلو سره د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو په کتار کې ۷ مقام له ځان سره لري.

د کرکټ نړیوالی شورا په نوښت پیل شوی د انټرکانټینینټل جام ۴  ورځنیو سیالیو موخه  داځل د اتلې لوبډلې له پاره د ټیسټ کرکټ کولو او بشپړ غړیتوب اخیستلو ستره جایزه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام