
د کابل ښار اوسېدونکي هر ورځ پلي تګ لارو او واټونو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزې سره مخ دي.
په ښار کې د لېږد را لېږد عمومي وسایطو نشتوالي ښاریانو ته ستونزې پيدا کړي دي.
د کابل اوسېدونکي په سړکونو او واټونو کې د موټر له پاره په ساعتونو انتظار باسي.
ځېنو ښاریانو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د خلکو تراکم، وزارت خونو زیاتوالي، بې نظمي او په ښار کې د ترافیکي سیستم نشتوالی د ګڼې ګوڼې سبب شوي دي.
د ترانسپورټ وزارت ویاند حکمت قووانچ سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، چې د نفوس تراکم، په واټونو کې د ځمک تلو نشتوالی او د ترافیکي نظام فلجوالی د دې ښاري ترافیکي ستونزو لامل دي.
دی وايي، چې دوی د عمومي لېږد را لېږد وسایلو له کمبود سره مخ نه دي، خو نه شي کولی د لیږد را لېږد دغه وسایل د ښار په اوسنیو واټونو کې و کاروي.
د ده پر خبره، نه یواځې په ښار کې شخصې وسایط زیات دي، بلکې د واټونو کم سوري هم د لېږد را لېږد عمومي وسایلو کارول ستونزمن کړي دي.
د ترانسپور وزارت ویاند زیاته کړه، ټاکل شوې ده، چې هند به راتلونکي کال د ښاري ملي بسونو بېلا بېلونو ډولونه د افغانستان سره مرسته وکړي.
د هند هېواد افغان حکومت سره د استادانو له پاره د ودانیو ، د ښاري بسونو له پاره تم ځایونو، په ښار کې د سیوریو جوړولو او د لېږد را لېږد په برخه کې د ځوانانو روزلو ژمنه کړي ده.
په ورته وخت کې د کابل ترافیکو د پلان مدیر سمنوال عبدالقادر د سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په کابل کې د جمعیت تراکم د ښاري ګڼه ګوڼې اساسي ستونزه ده.
دی وايي، چې په کابل کې شاوخوا ۶ میلیونه انسانان اوسېږي.
عبدالقادر زیاته کړه، چې د کابل ترافیکي ادارې او د ترانسپورټ وزارت په مرستې څو ټونس ډوله موټر په ښار کې د خلکو تګ را تګ ستونزې د کموالي له پاره په بېلا بېلو واټونو کې ګومارلی دي.
د ده په خبره، دغه کار بنسټیزه حل لاره نه ده، دی وايي، په کابل او ټول هېواد کې ترافیکي سیستم ځواب ویونکی نه دی او په څو موټرو دغه ستونزه حل کېدی نه شي.
ویل کیږي، چې په ښار کې د زرګونو ښاري موټرو موجودیت، د عمومي بسونو تم ځایونو نشتوالی، نامعیاري واټونه، نفوس تراکم او په بندو شویواو یو طرفه واټونو او سړکونو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو موټرو تګ په ښار کې د ګڼه ګوڼې لامل شوي دي.





