
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن(شنبه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، له کومې ورځې چې د کابل بانک دیوالي کیدو پر مجرمینو درې ګونو محکمو وروستۍ پرېکړه کړې تر دې مهاله له پوروړیو څخه ۲۰۱ میلیونه او ۲سوه ۴۹ زره ډالر نغد راټول شوي دي.
د کابل بانګ په نوم خصوصي بانک په ۲۰۱۰ کال کې دیوالي شو، چې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالر یې زیان وکړ.
ددې پیښې په ټس کې د بانک ستر ونډوال؛ یعنې رییس شیرخان فرنود، د بانک مرستیال خلیل الله فیروزي او ځینې نور چارواکي محاکمه شول.
د لویې څارنوالۍ ویاند په وینا د کابل بانک له پوروړیو څخه د ۴۷ میلیونو ډالرو په اندازه ملکیتونه هم تثبت شوي دي.
همدا ډول بصیر عزیزي زیاته کړه، چې د" ۱۵۹ میلیونو ډالرو په اندازه له پوروړیو سره مقابله لاسلیک شوې چې خپل پور به د قسط په ډول د کابل بانک د تصفیې مدیریت ته ورکوي."
د لویې څارنوالۍ ویاند په وینا هغه پوروړي، چې بهرته تښتیدلي او محکمې ته نه دي حاضر شوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او انټر پول پولیسو په مرسته به یې محکمې ته حاضر کړي.
د لوی څارنوالۍ ویاند د خلیل فیروزي په اړه وویل، چې ښاغلی فیروزي لاهم د دوی د پریکړو پربنسټ پرزندان محکوم دی او باید په زندان کې وي.

په همدې اړه د ولسمشر مرستیال ویاند نن (شنبه/ نومبر۱۴مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ولسمشر غني څيړنې پیل کړي، چې د کابل بانک پوروړي خلیل الله فیرزوي سره د ښارکوټي جوړولو هوکړه لیک زمینه چا برابره کړې چې په دې اړه موندنې به وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.
هاشمي وايي چې د فرزوي سره د هوکړې زمینې برابرول هغه خبرې دي چې لاهم تر بحث او څيړنې لاندې دي، ځکه پروینایي جمهوري ریاست ژمن دی کله چې دا مسله پای ته ورسیږي دڅرنګوالي په اړه به یي مالومات له خلکو سره شریک کړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې ۴۰۳ میلیونه ډالره هغه پاتې پيسې دي، چې د کابل بانک د تصفیې مدیریت نه دي ترلاسه کړي.





