د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزات وايي، چې د کډوالو ستونزو حل له پاره یې مرستندویو هېوادونو ته په کال کې د افغانستان سره ۱۷۰ میلیونه ډالرو مرستې کولو وړاندیز کړی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو حل له پاره یې پلان جوړ کړی دی؛ د دغه پلان له مخې به په دریېو کلونو کې د ګډوالو ستونزې حل شي او زیاتوي، چې دغه پلان ټولټال ۵۵۳ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
د ګډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي پروان ولایت ته د بېرته راستانه شویو ګډوالو د حالت څېړلو له پاره تللی و.
نوموړي وویل، چې د دغې طرحې د عملي کولو له پاره تر اوسه مرسته کوونکو هېوادونو له دوی سره د ۲۲۰ میلیونو ډالرو ژمنه کړې ده.
بلخي وايي، چې د ګډوالو ښار ګوټي د پروان ګډوالو په ګډون له ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د حل له پاره دغه ولایت ته راغلی دی.
په ټول هېواد کې د ګډوالو ښارګوټو ګډه ستونزه د ښارګوټو نه معیاریتوب دی.
په ولسي جرګې کې د پروان ولایت استازي محمد الماس زاهد وویل، چې د ګډوالو ښارګوټو د نه معیاریتوب ستونزه د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو درول دي.
دی وايي، چې دغه وزارت باید د مرستو جذبولو په برخه کې هڅې وکړي.
خو له بل لوري د ګډوالو وزارت وايي، چې د مهاجرینو ستونزو حل له پاره یې دریې کلن پلان جوړ کړی دی.
د افغانستان دولت کلونه مخکې د راستانه شویو افغان ګډوالو د استوګنې له پاره په بېلا بېلو ولایتونو کې لسګونه ښار ګوټي جوړ کړي دي.





