شل اوریزه (ایشیا کپ) ته د ټاکنیزپړاو مهال وېش اعلان شو

د کرکټ اسیایي شورا د اعلان له مخې به لومړی پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) کرکټ سیاليوته ټاکنیز پړاو لوبې راتلونکي کال ترسره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه ټاکنیزپړاو شل اوریزې لوبې به د ۲۰۱۶ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹ مه نېټه پیل او ۴ ورځې به روانې وي.

د اعلان له مخې به په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون، هانګ کانګ، عمان او او د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې برخه ولري.

د یادونې ده، چې د عربي اماراتو په کوربتوب په دې سیالیو کې ګټوونکي لوبډله به په راتلونکي لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) سیالیو کې د لوبېدو حق ترلاسه کړي.

تېرکال افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په (ایشیا کپ) پنځوس اوریزو سیالیو کې نیغ په نیغه د لوبېدو چانس ورکړل شوې و، خو دا ځل داسې ونشول.

لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې به د اسیا، وچې ۴ بشپړ غړیتوب لرونکي کرکټ ملي لوبډلې پاکستان، هندوستان، سرېلانکا او کوربه بنګله دېش نیغ په نیغه ولوبیږي.

افغانستان تراوسه یواځې یوځل په (ایشیا کپ) کرکټ جام سیالیو کې برخه اخیستې ده او یواځې د سیالیو د کوربه بنګله دېش خلاف بریا یې په خپل نوم ثبت کړې.

د سیالیو داعلان شوې بڼې له مخې به ۴ واړه ګډون کوونکي لوبډلې په ټاکنیز پړاو لوبو کې یو یو ځل له بلې لوبډلې سره لوبې ترسره کړي او د ۳ لوبو وروسته به د ګروپ لومړی مقام لرونکې او دغه راز په رن ریټ کې مخکې لوبډله لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو ته لاره پیدا کړي.

داسې ښکارې ده چې د (ایشیا کپ) شل اوریزه ټاکنیزپړاو سیالۍ به روانه میاشت ترسره شي، ځکه  افغانستان او هانګ کانګ روانه میاشت د انټرکانټینینټل جام سیالیو لوبولو له پاره عربي اماراتو ته ورځي او عمان هم له عربي اماراتو سره نږدې هیواد دی خو داسې ونشول.

ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت له (پي این جي) کرکټ ملي لوبډلې سره د څلور ورځنۍ انټرکانټینینټل جام لوبې وروسته له عمان سره ۲ شل اوریزه او یوه ۳ ورځنۍ لوبه او دغه راز له هانګ کانګ سره هم یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړي.

درې واړه لوبډلو داسیا، وچې څخه راتلونکي شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړې ده، چې د هندوستان په کوربتوب د مارچ میاشتې په ۱۱ مه نیټه به ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام