په بغلان کې د نامعلومو الوتکو د ناستې په اړه باید جدي پلټنې وشي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د بغلان د خلکو استازي دلاور ایماق وویل، چې څه موده وړاندې د ياد ولایت د ډنډغوري په سيمه کې نا پيژاندې الوتکې ښکته شوي او د دولت وسله والو مخالفينو ته يې وسلې او نور مهمات ویشلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه نه حکومت او نه هم ملي شورا تر اوسه پلټنې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه باید جدي پلټنې وشي.

همدارنګه ایماق دا هم وویل، د دولت او د بغلان ډنډغوري مخالفينو سره، چې د دولت له لوري کومه هوکړه شوې وه هغه له ناکامۍ سره مخ شوې او اوس په ښکاره توګه پاکستاني جنرالان دفترونه پرانیستلي او خپل فعاليتونه کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي هم دغه موضوع جدي وبلله او د یادې جرګې له امنيتي او دفاعي کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د دې موضوع د سپيناوي په اړه امنيتي چارواکي ور وغواړي.

نوموړي زیاته کړه، چې که اړوند کشفي او امنيتي چارواکي کمېسيونونو ته حاضر نه شي، نو بیا به يې عمومي غونډې ته ور وغواړي.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د ملي دفاع وزارت او یا هم د ملي امنيت عمومي ریاست نظر هم ترلاسه کړو، خو بريالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام