د هرات ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې په دغه ولایت کې سږکال د شاتو تولید ۲۵ زره کیلو زیات شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مچیو برخې مدیر محمد میرویس سادات سلام وطندار ته وویل، چې تېره کال یې د شاتو ۲۰ زره کیلو تولید درلود او سږکال دغه شمېر ۲۵ زره کیلو زیات شوي دي.
د سادات په خبره، مناسبه اوبه او هوا او د شاتو مچیو فارمونو زیاتوالی د دې لامل شوي دي، چې سږکال په هرات ولایت کې د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی را شي.
د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو مدیر وايي، چې شاوخوا ۵ زره کورنه په ۱۲ ولسوالیو کې د شاتو مچیو د فارمونو په روزنه بوخت دي.
د دغې ادارې چارواکي وايي، چې د مچیو ساتنې صنعت په ۱۳۸۶ ل کال کې په ازمایښتې ډول یو څېړنیز فارم چې شاوخوا لس پېټیه مچۍ په کې کېښودل شوې په کار پیل وکړ.
دوی وايي، چې او سمهال دغه شمېر په ۸ کلونو کې ۵ زره فارمونو ته رسېدلی دی.
له بل لوري د مچیو یو شمېر فارم لرونکي د تولیداتو له پاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
غلام سرور چې له ۸ کلونو راهیسې د مچیو په روزنه بوخت دی وايي، چې سږکال یې د شاتو مچیو د ۳۵۵ پټیو نه ۱۱۰۰ کیلو ګرامه شات تر لاسه کړي دي، خو د محصلاتو د پلور له پاره سم بازار نشته دی.
اوسمهال په هرات ولایت کې د یوې کیلو سوچه شاتو بیه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې ده.
د افغانستان شات د ګاونډیو هېوادونو نه د وارد شویو شاتو په پرتله ښه کیفیت لري.