د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۱۰غوره ال راونډرانو په اعلان شوې نوې ډله کې پخوانی افغان کپتان محمد نبي عیسی خېل ۷ م مقام ته پورته شوی.
نبي عیسی خیل وړاندې په دې ډله کې په ۸ مقام کې ځای درلود خو په وروستیو لوبو یې روینډر جډیجا، شین واټسن او انډري رسل په څیر مشهوره کرکټران شاته پریښي دي.
نبي عیسی خیل د زمبابوې خلاف سیالیو پرمهال په ۵ لوبو کې د خپلې لومړۍ تاریخي سلیزې په مټ له نورو لوبغاړو زیاتې ۲۲۳ منډی جوړې کړې.
دغه راز افغان ال راونډر د ښکلي بیټینګ ترڅنګ ټول ټال ۵ ویکټې هم ترلاسه کړي او دسیالیو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
د نړۍ د غوره ال راونډرانو په ډله کې بنګله دیشې شکیب الحسن لومړی، سریلانکایي تلکرتنی دیلشن او انجیلو میتیوس دویم او دریم ، پاکستانی محمد حفیظ څلورم ، اسټرالویان ګلین مکسویل او جیمز فالکنر پنځم او شپږم، افغانی محمد نبي عیسی خیل اووم ، هندې روینډر جډیجا اتم ، اسټرالوې شین واټسن نهم او ویسټ انډيزې انډري رسل بیا وروستی لسم مقام له ځان سره لري.
دیادونې وړ ده چې محمد نبي عیسی خیل تیر ۲۰۱۴ کال ۱۲ مې نیټې په ۲ مه نیټه اعلان شوې درجه بندۍ کې د یو ورځنیو سیالیو د بهترینه ال راونډرانو په ډله کې شپږم مقام ته هم رسیدلی وو.
نبي عیسی خیل اوس مهال ۳۰ کاله عمر لري، چې تراوسه یې ۵۶ یو ورځنۍ ، ۳۲ شل اوریزه او ۲۶ فرسټ کلاس لوبې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره ترسره کړي دي او په هر لحاظ یو بشپړ لوبغاړی شمیرل کیږي.
د غه راز د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د یو ورځنیو سیالیو د غوره ۱۰۰ لوبغاړو په نوې اعلان شوې ډله بندۍ کې بیلا بیل افغان لوبغاړو ځایونه خپل کړي دي.
په اعلان شوې ډله بندۍ کې که له یوه اړخه د لومړي ځل له پاره حمزه هوتک د سلو غوره بالرانو په ډله کې شامل شوی او ۸۵ م مقام یې خپل کړی خو دولت ځدران بیا په همدې ډله کې د لومړي ځل له پاره د خپل نړیوال کرکټ بهترینه ۳۴ م مقام ته پورته شوی دی.
دغه راز د بالرانو په ډله کې نبي عیسی خیل ۴۳ ، میرویس اشرف ۵۷ او شاپورځدران بیا په ۷۰ م مقام کې ځای لري.
همدارنګه د یو ورځنیو سیالیو په غوره توپ وهوونکو کې نبي عیسی خیل په ۴۸ م ، سمیع الله شینوارې په ۵۳ م ، محمد شهزاد ۸۱ م ،کپتان اصغرستانکزی په ۹۲ م ، نورعلي ځدران په ۹۳ م او پخوانی کپتان نوروزمنګل بیا د نړۍ د غوره توپ وهوونکو په ډله کې ۹۴ م مقام کې راغلی.