د جوزجان ولایت مرکز د شبرغان په حسن اباد کلي کې یوې پیغلې خپل ځان ته اور ورته کړی.
د دغه ولایت د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالهادي رحماني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه نجلۍ نوریه نومیږي او نن (سه شنبه) سهار هغه مهال یې ځان سوزولی دی، چې د کورنۍ غړي یې په کور کې نه وو.
د ده پر خبره، پولیسو د پېښې د څېړلو په وخت د سوزېدلې جسد په سیمه کې اورلږید موندلی دی، ښايي نوموړې له همدې څخه په استفادې ځانته اور لګولی وي.
رحماني وویل، د پولیسو د لومړنیو موندنو له مخې نوریې د دې له پاره ځان سوزولی دی، چې کورنۍ یې نه غوښتل نوموړې د خپلې خوښې وړ هلک سره واده وکړي.
دی وايي، چې هلک د نورېې کورنۍ ته څو ځلې ریباران وراستولي وو.
د سوزېدلې نوریې جسد پولیسو روغتون ته وړی دی او د زیاتو معلوماتو له پاره د پولیسو څېړنې روانې دي.
د جوزجان ولایت د امنیتي مسولینو پر خبره، دا په روان کال کې د مېرمنو د ځان وژنې لسمه پېښه ده، چې دوی سره ثبت شوې ده.





