د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره پنځه لوبې وکړې، چې دوې لوبې افغانستان او دوې نورې بیا د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وګټلې، خو په وروستۍ او پنځمه لوبه کې بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له خوا سخته ماته ورکړل شوه.
پچه زمبابوې وګټله، خو افغان کرکټ ملي لوبډلې ته يې د لومړي لوبې پريکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۵ منډو هدف و ټاکه.
په پای کې زمبابوې ونه شوی کړی ټاکل شوی هدف پوره کړي، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يواځې ۱۷۲ منډې جوړې او لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شوه.
د زمبابوې له پاره سين وېليمز په ۱۷۹ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د راشيد خان له خوا اوټ شو.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې له خوا په لوبه کې محمد نبي ۵۳، نور علي ځدراڼ ۵۴، اصغر ستانکزي ۳۸ او محمد شهزاد ۲۶ منډې جوړې کړې.
د توپ اچوونکو له ډلې امير حمزه ۳ کسه، دولت ځدراڼ ۴ کسه، راشيد خان ۲او ميرويس اشرف يو کس وسوځاوه.
له زيمباوې څخه د دغې لوبې ګټل د افغانستان د سپورټ په تاريخ کې یو بې ساری او تاريخي و بلل شو.
د ویلو ده، چې د کرکټ ملي لوبډله له خپل نوي روزونکي انضمام الحق سره د اکتوبر پر ۱۶ له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پیل کړې وه، چې د کرکټ پوهانو په وينا له ښه مرغه د نوموړي ټاکنه مثبته پایله هم درلوده.