د هندوستان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې د راتلونکي کال نهم پړاو (ای پي ایل) شل اوریزو سوداګریزو سیالیو له پاره ۲ نورې لوبډلې جذبوي.
دغو سترو شل اوریزه سیالیو لپاره د ۲ نورو لوبډلو جذبولو اعلان وروسته له هغې کیږي، چې د فساد تورونو له کبله چنایي سوپرکینګز او راجستان رویلز لوبډلې له ۲ کلن بندیز سره مخ شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده، چې د ۲ کلن بندیز وروسته به (ای پي ایل) شل اوریزه کرکټ سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي او کنه؟ نویو لوبډلو سره به یواځې ۲ کلن تړون لاسلیک کیږي، چې په نیلامۍ کې د ګډون او شرایطو په پوره کولو سره به په ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۷ کالونو (ای پي ایل) سیالیو کې به دلوبې دو چانس ترلاسه کړي.
د هندوستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي دي، چې د دې پرېکړه به په راتلونکي عمومي کلنۍ غونډه کې وکړي، چې له ۲۰۱۸ کال وروسته به (ايی پي ایل) سیالیو کې څو لوبډلې وي او هندوستان به له پاکستان سره د روان کال په پاې کې پلان شوې سیالۍ کوي او کنه؟
د هندوستان شتمني شل اوریزه کرکټ (ای پي ایل) شل اوریزه کرکټ سیالۍ دلومړي ځل له پاره په ۲۰۰۸ م کال کې پیل شوي، چې په کې ۸ لوبډلې لوبیږي او په نړیواله کچه بې شمېره مینه وال لري.
د هندوستان (ای پي ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو په پیلیدو سره دیو شمېر بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له خوا هم په خپلو هېوادونو کې ورته سیالۍ پیل شوې، خو د دغو سیالیو ځای یې ونه نیوه.
د دې سیالیو داتلولۍ جام اوسمهال له ممبۍ انډينز لوبډلې سره دې، چې روان کال یې چنایې سوپرکینګز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د فساد تورونو له کبله نه یواځې (ای پي ایل) سیالیو څخه ۲ لوبډلې وویستل شوې ترڅنګ یې د دې لوبو ستر مالي ملاتړ(پیپسي) شرکت هم له دغو سیالیو څخه ۵ کلن تړون ۲ کاله وړاندې پاې ته ورساوه.
له ۲ کلن بندیز سره مخ چنایې سوپرکینګز او راجستان د (ای پي ایل) سیالیو تر ټولو مخکښې کرکټ لوبډلې شمېرل کېدې، چې له ځان سره د مهندرسینګ ډهوني ، ډوپلیسیس، ډوین براوو، شین واټسن ، سټیفن سمت ، جیمزفالکنر، ټیم سوتي،اشوین،روینډر جډیجا، برینډن مکولم ، مایکل هسي، ډېون سمت او سریش رینا په څېر دهندوستان او کرکټ نړۍ مشهوره کرکټران درلودل.
تراوسه له دواړو لوبډلو سره لوبېدوونکو لوبغاړو برخلیک معلوم نه دی، خو ښایي د دواړو لوبډلو له پاره په تېرو کلونو کې لوبه کوونکي لوبغاړي دراتلونکي کال نهم پړاو (ای پي ایل) شل اوریزه کرکټ سیالیو له پاره نیلامۍ ته وړاندې شي او د بېلا بېلو لوبډلو له خوا خپلو لوبډلو ته د قوت په موخه واخیستل شي.





