وسله والو طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرو پیل له پاره تېره پنج شنبې په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې که افغان دولت یې غوښتنې ومني سولې خبرو ته چمتو دي.
له بل لوري افغان دولت وايي، چې د سولې خبرو دویم پړاو د پېلولو له پاره باید غوښتنې یې د طالبانو له لوري و منل شي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې "له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او د اسلامي شریعت پلي کول یې د سولې خبرو له پاره شرایط دي".
د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په دې اړه وايي، چې د ۱۴ کلونو لاس ته راوړنو خوندیتوب او د اساسي قانون منل د دویم پېر د سولې خبرو د پیل له پاره د افغان حکومت له شرطونو څخه دي.
د طالبانو د دغې خبرپاڼې د غبرګون په اړه د ملي یووالي حکومت اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره د خبرو اساسي شرط د جګړې بندول دي.
فیصل ټینګار وکړ، که د پاکستان حکومت په ریښتني ډول غواړي، چې د افغانستان حکومت سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي لومړی دې د طالبانو له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي.
له بل لوري فیصل وايي، چې د سولې دویم پېر خبرو د پیل له پاره باید له وړاندې مشخص شي، چې د طالبانو له خوا څوک خبرو کې ګډون کوي او اصلي پرېکړه کوونکي څوک دي.
د ولسي جرګې غړي امان خان منګل په دې اړه له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې پر پاکستان نړیوال فشاورنه د دې لامل شوي دي، چې پاکستان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته مجبور کړي.
د ده پر باور، طالبانو د پاکستان حکومت به امر دغه وروستۍ خبرپاڼه خپره کړې ده.
د لومړي ځل له پاره د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو پیل څو میاشتې وړاندې د پاکستان په مري ښار کې وشوې.
ټاکل شوې وه، چې د سولې دویم ځل خبرې به هم ژر پيل شي، خو د ملاعمر د مړینې خبر د سولې خبرې یې د نامعلومې مودې له پاره وځنډې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې د سولې میز ته د وسله والو طالبانو د راکاږلو هڅې پيل شوي دي.
ولسمشر اوباما ویلي و، چې دغه موضوع به په راتلونکې اونۍ کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په سپینه ماڼۍ کې یاده کړي.
د پاکستان حکومت په پرلپسې ډول د افغان حکومت د سولې خبرو په بهیر کې د مرستې کولو ژمنې کړې دي، خو له بل لوري د وسله والو طالبانو او نورو جنګي ډولو سره د مرستو په همکارۍ تورن دی.