ټاکل شوې ده، چې د افغانستان څلورم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو اتله د سپین غربازان لوبډله به د بنګله دیش په کوربتوب د فوټبال کلپونو په یوه نړېوال جام کې ګډون وکړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شیخ کمال تر نامه لاندې د فوټبال کلپونو نړېوال جام سیالۍ په رسمي توګه د فوټبال اسیایي شورا له خوا منل شوي دي، چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه به د بنګله دیش په "چټاکانګ" لوبغالي کې پیل شي.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، په سیالیو کې به د کوربه بنګله دیش د ۳ کلپونو ترڅنګ د افغانستان، هندوستان، سریلانکا او پاکستان فوټبال غوره لیګ سیالیو ۸ اتلې او یا هم بیلا بیلو مقام ګټوونکي لوبډلې ګډون ولري.
د شیخ کمال فوټبال کلپونو جام سیالیو ته لوبډلویش په بنګله دیش کې وشو، چې په کې به د افغانستان په استازیتوب د سپین غر بازان لوبډله په (الف) ګروپ کې له ډهاکه محمدان، سریلانکایي سولیډ او هندي کلکته محمدان لوبډلې سره لوبې ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې ټاکل شوې ده د افغانستان څلورم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو اتله د سپین غربازان لوبډله به د راتلونکې اونۍ یکشنبې ورځ د بنګله دیش په لور روانه شي او خپله لومړۍ لوبه به د هندوستان کلکته محمدان لوبډلې سره ترسره کړي.
د سپین غر بازان لوبډله وروسته له هغې د افغانستان فوټبال په تاریخ کې هغه لومړی فوټبال کلب شو، چې د اسیا په فوټبال کلپونو جام سیالیو کې به ګډون وکړي، چې څو اونۍ وړاندې یې د افغانستان د زونونو په کچه د فوټبال اتلولي وګټله.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۱۱ ورځې په دې ټورنامنټ کې به د هرګروپ ۲ مخکې لوبډلې سیمي فاینل ته او له هغې وروسته ۲ ګټوونکي لوبډلې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه د اکټوبر په ۳۰ مه نیټه د اتلولۍ ترلاسه کولو له پاره د لوبې ډګر ته ووځي.
د سیالیو چارواکو له خوا اتلې لوبډلې ته داتلولۍ جام ترڅنګ د ۲۵ زرو ډالرو او دوهم مقام ګټوونکي لوبډلې ته د ۱۰ زرو ډالرو انعام اعلان هم کړی دی.
دغه راز ویل شوي، چې په سیالیو کې به هرګډون کوونکې فوټبال کلب ۶ نیم زره امریکایي ډالره د انعام په توګه ترلاسه کړي.
که څه هم تراوسه د سیالیو د ژوندي بهیرپه اړه رسمي پریکړه نه ده شوې، خو ویل کیږي، چې ښايي د محمد عزیز فوټبال لوبغالي څخه د بنګله دیش ملي "بي، ټي، وي" او دغه راز د دې هیواد له شخصي "غازي ټي، وي" څخه په ژوندۍ بڼه فوټبال مینه والو ته وښودل شي.





