په نوزاد ولسوالۍ کې ۲۲ سرحدي پولیس وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي چې په هلمند کې یې د سرحدي پولیسو ۲۲ سرتیري وژل شوي.

 سرچېنې په دې شرط چې نوم یې په ډاګه نه شي سلام وطندار ته ویلي دي، چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو پر ۲ پوستو وسله والو طالبانو برید کړی دی او دغه پوستې یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

د سرچېنې پر وینا په دغه برید کې ۲۲ افغان سرحدي پولیس وژل شوي دي، ۷ تنه ټپیان شوي او ۶ تنه نور لادرکه دي.

دغه برید تېره ورځ په نوزاد کې د سیمه ییزو پولیسو پر دوو پوستو شوی دی.

له بل لوي د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو د پولیسو له نظامي وسایطو څخه په ګټنې سره په دغو پوستو برید وکړ.

د پېښې په اړه د ۶۰۴ سرحدي زون ویاند حزل الله خاموش سلام وطندار سره په خبرو کې د برید پخلی وکړ او زیاته کړه، چې د اړیکې پرېکېدو له امله پوره جزیات نه لري.

ده همدا ډول وویل، چې دوی د نظامي شورا د پرېکړې له مخې سنګین، نوزاد او ځېنې نورو سیمو ته سرحدي پولیس لیږلي دي.

د هملند د والي ویاند عمر ځواک د نوزاد نښتې په اړه سلام وطندار ته وویل، چې په سیمه کې نښته شوي ده او دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.

دی وايي، چې د پېښې پلټنې له پاره یې یو پلاوی سیمې ته لیږلی دی.

خو په ورته وخت کې قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې ۳۱ سرحدي پولیس وژلي دي او وسلې یې له ځانه سره وړي دي.

د طالبانو ویاند همداډول ویلي دي، چې ۵ سرحدي پولیس یې له ځانه سره ژوندي وړي دي.

دغه برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هلمند شمالي ولسوالیو کې ناامنې زیاته شوې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام