د کندوز قلعه زال ولسوالي بېرته د دولت په ولکه کې شوه

په کندوز کې امنيتي مقامات وايي، چې د دغه ولایت قلعه زال ولسوالي وروسته له څو ورځو جګړو څخه بېرته د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې شوه.

د عامه نظم پولیسو عمومي قومندان جنرال زمري پېکان وویل، چې د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نيولو له پاره نن ۱۱ بجې پوځي عمليات پېل شول، چې وروسته له درې ساعته جګړې بېرته افغان امنيتي ځواکونو ونيوله.

د هغه په خبره له ۵ څخه تر ۷ وسله وال طالبان په دغه جګړه کې وژل شوي.

د کندوز د جګړې قومندان او د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال مرادعلي مراد وايي، چې اوسمهال په کندوز ولایت کې هيڅ وسله وال طالب نه شته او ټول ولایت يې تصفیه کړی.

هغه زیاتوي، چې افغان امنيتي ځواکونه په دغه ولایت کې د امنيتي کمربندونو په جوړولو اخته دي.

د هغه په خبره طالبان به یو ځل بیا کندوز ولایت ته د بیا راتلو توان ونه لري.

هغه د کندوز ښاريانو ته د ډاډ ورکولو په موخه د ګرځېدو پر مهال وویل، چې کندوزیان باید پر افغان امنيتي ځواکونو باور ولري.

مراد علي زیاته کړه، چې نن د کندوز زیات اوسېدونکي د اوبو او برق څخه هم برخمن شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د مرستیال په خبره د افغان ځواکونو له لوري د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ هوايي بريدونه به هم پېل شي.

د کندوز پولیس اعلام کړی، چې د دغه ولایت څخه به د جنګ ټولې نښې نښانې پاکې کړي.

د ياد ولایت امنيې قومندانۍ د يوې خبرپاڼي په خپراوي سره ویلي، چې د یو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې يې د کندوز ـ شېرخان بندر لاره پرانستلې ده.

د کندوز امنيه قومندان جنرال قسیم جنګل باغ سلام وطندار ته وویل، چې امنيتي ځواکونه د ښار ولسوالیو په لور د پرمختګ په حال کې دي او اوسمهال کندوزیانو ته هيڅ راز ګواښ متوجه نه دی.

ده ویل، چې پولیس به ډېر ژر د جنګ نښې پاکې کړي.

وسله وال طالبان هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی پلويان د کندوز ولایت اوسېدونکو د ساتلو په موخه له دغه ښار څخه په بشپړ ډول وتلي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د طالب زندانیانو خوشې کول او د دولتي وسایطو لاس ته راوړل " زموږ د جنګ یو له مهمو بريالیتوبونو څخه ګڼل کيږي."

د ویلو ده، چې د کندوز ښار شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د طالبانو په ولکه کې شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام