ویل کیږي چې د (ازادۍ لوبغالي ټولنه) په پام کې لري چې د میلیونونو ډالرو په لګښت په کابل کې په نړیوال معیار برابر د فوټبال نړیوال لوبغالی جوړ کړي.
په همدې حال کې د (ازادۍ لوبغالي ټولنې) ویاندې او د بهرنیو اړیکو مسوولې مژده جمالزاده په خپلې رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې په دې برخه کې ورسره د سوک وهنې نړۍ پخواني اتل امریکایي مشهوره لوبغاړي محمد علي کلي مرسته کوي.
دغه راز د امریکا غږ راډيو سره په مرکه کې نوموړې ویلي چې دغه لوبغالې به د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په کابل کې جوړ شي.
د اغلې جمالزاده په وینا چې دوی په پلان کې لري، چې نه یواځی په کابل کې دغه معیاري فوټبال لوبغالی جوړ کړي؛ بلکې ترڅنګ به یې کلینیکونه، درملتونونه، وړکتونونه او د ځوانانو او تنکیو ځوانانو له پاره ښوونځي هم ولري.
د نوموړې په وینا چې د (ازادۍ لوبغالي ټولنې) مسول عطا امین په همدې موخه د سوک وهنې نړۍ له پخواني مشهوره سوک وهوونکي محمد علي کلي سره ولیدل او په دې برخه کې یې د نوموړي همکاري وغوښته.
د اغلې جمالزاده په وینا، چې د دوی دغه ټولنه په رسمي توګه دوه اونۍ وړاندې د یوې بې ګټې موسسی په توګه د امریکا متحده ایالتونو کې ثبت شوه.
ویل کیږي، چې په کابل کې د فوټبال نړیوال لوبغالي او ورسره نورو اړینو ځایونو جوړولو له پاره به د مرستو راټولولو لړۍ په امریکا کې د سوک وهونې نړۍ پخواني اتل محمد علي کلي په کور کې پیل شي.
د مژده جمالزاده په وینا چې له پخواني مشهوره سوک وهونکي محمد علي کلي سره دا موافقه هم وشوه، چې د کابل په فوټبال لوبغالي کې به د محمد علي کلي په نوم یو مرکز هم جوړ شي.
د سرچينې په خبره چې په دې برخه کې ورسره سوک وهونکي علي دمرستې ژمنه کړې
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د فوټبال نړیوال معیار برابر لوبغالي نه شته او له همدې کبله دافغانستان د کوربتوب ټولې سیالۍ له هیواده بهرترسره کیږي.