امنیتي چارواکو ولسي جرګې ته د تړلو دروازو تر شا ویلي، چې دوی ته د کندوز د پېښې په اړه له پاسه د عملیاتو کولو امر نه و شوی.
د دې جرګې نننۍ غونډه، چې د خبریالانو په نه موجودیت کې د بندو دروازو تر شا وشوه؛ امنیتي چارواکي ورغوښتل شوي وو، چې د کندوز د پېښې په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.
د ولسي جرګې غړي فرهاد صدیقي رسنیو ته وویل، چې د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي وکیلانو ته وویل، چې د دوی پر کندوز د حملې په اړه وار له مخه اطلاعات تر لاسه کړي وو، خو د عملیاتو امر ورته نه و شوی.
د صدیقي په خبره، د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې دوی د خپل سرو عملیاتو صلاحیت نه لري او په دې اړه مجبور دي، چې د امنیت شورا پرېکړه واوري او د ولسمشر په امر عملیات وکړي.
ده وویل، چې د کورنیو چارو وزیر له خبرو داسې معلومېږي، چې ولسمشر غني د عملیاتو امر نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړي عبدالقادر ځاځي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د ولسي جرګې وکیلانو ته وویل، چې دوی له وړاندې په کندوز کې د پېښېدونکي ناورین په اړه له ولسمشر، اجرایه ریاست، امنیت شورا او دفاع وزارت سره اطلاعات شریک کړي وو.
د غونډې په پیل کې د ملي امنیت لوی رییس د کندوز د پېښې د نه مخنیوي په اړه د امنیتي او دفاعي سکتورونو په استازولۍ له ولسي جرګې بښنه وغوښتله او زیاته یې کړه، چې دوی په کندوز کې ډېرې لاس ته راوړنې لري.
دا چې کومې لاس ته راوړنې لري، په دې اړه یې څه ونه ویل.
د تړلو دروازو شاته له ناستې وروسته ځېنې وکیلان وايي، چې دامنیتي چاواکو ځوابونه دوی ته د قناعت وړ نه دي او ممکن راتلونکې اونۍ ځيني چارواکي استیضاح شي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکريې پيکان وویل، چې په کندوز کې ډېر بد حالت روان دی او ولسي وګړي خوراکي توکو، اوبو او نورو ورځینو اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.
د پیکان په خبره، د امنیتي او دفاعي چارواکو له خبرو معلومېږي، چې دوی د کندوز له پاره په لنډمهال کې کوم جدي او د پام وکړ کار نه شي کولی.
د کندوز د خلکو استازې پیکان وویل، "ټول دروغ وایي، افسانې وايي، ټول په محاصره کې دي، خلک برباد شول."
په نننۍ غونډه کې ډېرې داسې پوښتنې وشوې، چې ولې او څنګه مخالفین په دې وتوانېدل د کندوز ښار ونیسي؛ په داسې حال کې، چې له وړاندې یې د برید په اړه اطلاعات شریک شوي وو.
ایا په دې برخه کې د چارواکو غداري او مرسته ورسره وه که څنګه؟ خو په ټوله کې دا او دې ته ورته نورې پوښتنې هغه څه وو، چې د امنیتي او دفاعي چارواکو له خوا بې ځوابه پاتې شوې.





