د بادغیس ولایت د سيمه ییزو چارواکو په وینا، د بالامرغاب ولسوالۍ د حاجي نظر کارېز، د قادس ولسوالۍ، د جوند ولسوالۍ کوچه درزک سيمه، د مقر ولسوالۍ د کولاري سيمه؛ د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ او د فاریاب غورماچ ولسوالۍ د افغانستان په غرب کې هغه ځايونه دي، چې د طالبانو په مرکزونو بدل شوي.
د بادغیس ولایتي شورا مشر بهاوالدین قادسي سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو په یادو هرو سيمو کې شاوخوا ۵۰۰ طالبان اوسیږي او د همدغو سيمو څخه خپل بريدونه ترسره کوي.
د قادسي په وينا، وروسته له هغه، چې په فاریاب ولایت کې تصفيوي عمليات ترسره شول، نو طالبانو د بادغیس ځينې ولسوالۍ د خپلو مرکزونو له پاره غوره کړل.
د هغه په خبره د افغانستان په زیاتو سيمو کې طالبان د همدغو مرکزونو له خوا رهنمايي او نظامي اکمالات ورته رسول کيږي.
د بادغیس ولايتی شورا مشر خبرداری ورکوي، چې که حکومت ډېر ژر د طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو له پاره جدي عمليات ترسره نه کړي، نو په دغه ولایت کې به امنيتي ګواښونه زیات او ځينې ولسوالۍ به د سقوط سره مخ شي.
د اجرايوي رییس د لومړي مرستیال د ارتباطاتو او اسنادو امر ضیاالحق فیروزکوهي وايي، چې بادغیس کې د حکومتي چارواکو د مديریت ضعف او همدارنګه په فاریاب کې د پوځي عملياتو ترسره کول د دې لامل شوي، چې د بادغیس په سرحدونو کې طالبان مرکزونه جوړ کړي.
د هغه په خبره، امنيتي ګواښونه د بالامرغاب، مقر، جوند او اب کمري ولسوالیو کې د پخوا په پرتله زیات شوي.
د بادغیس امنيې قومندانۍ سرپرست او د امنیت امر عبدالعزیز اماني په جوند او بالامرغاب ولسوالیو کې د طالبانو حضور مني، خو زیاتوي چې د دوی حضور د اندېښنې وړ نه دی.
اماني وايي، دغه طالبان د افغان امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري او هرکله، چې دوی د امنيتي ځواکونو سره جګړه کړې، نو له ماتې سره مخ شوي دي.
د بادغیس ولایت امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کيږي، چې څو میاشتې وړاندې د یاد ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته سقوط کړی و، خو وروسته بیا افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې دغه ولسوالۍ بېرته د طالبانو له تصرف څخه خلاص کړي.





