د ننګرهار د زيتونو د فابریکې عرضه کمه او تقاضا زیاته ده

ننګرهار د افغانستان هغه ولایت دی، چې د زيتونو تېلو په توليدولو کې خورا شهرت لري او دغه تېل بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي.

د یاد ولایت زیتونو فابریکه کې تولید شوي د زیتون تېل، اچار او غوړي په سیمه کې ډیر مینه وال لري.

ویل شوي په دغه فابریکه کې په ښه کېفیت د زیتون تیل تولیدیږي.

د ننګرهار د زيتونو فابریکې امر عزت الله میاخېل وايي، دوی لاهم د بازار اړتیا نه شي پوره کولی، چې پر وینا یې که دولت یادې فابریکې ته پاملرنه وکړي او د ماشینونو د بیا رغولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي تولیدات به یې څو برابره نور هم زیات شي.

میاخېل وویل، سږ کال د نورو کلونو په پرتله د فابریکې تولیدات ښه و.

د هغه په خبره،  تېر کال دوی ۳۰۰۰۰  بوتله اچار تولید کړي، تر ۱۵۰۰۰ ډېر بوتله تېل یې تولید کړي او لاهم يې پروسس روان دی.

د یاد ولایت د زيتونو فابریکې امر له دولته غوښتنه کوي، چې دغې فابريکې ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه وايي، چې اوسني ماشینونه ډېر زاړه دي او د زيتونو د زیات حاصل د پروسس وړتیا نه لري.

د فابریکې چارواکي وايي، دوی خپل تولیدات وخت په وخت په کور ننه او بهر  نندارې ته ایښي پر وینا يې ایټالیا، چې د زیتونو تولیدونکی هیواد د دوی غوړي هلته د ازمویلو له پاره لېږل شوي.

زیتون تېل که له یوه پلوه بېلا بېلې ګټې لري، نو له بله اړخه یې هغو هټیوالو ته، چې یاد تېل پلوري د یوې مړۍ پیدا کولو زمینه هم برابره کړې ده، یاد هټيوال له خپله کاره خوشاله دي. دوی وايي، د ننګرهار د زیتونو تېل ډېر مشهور دي او ان د هیواد د بېلا بېلو سیمو نه يې خلک د اخیستلو له پاره راځي.

فواد د جلال اباد ښار د پښتونستان واټ د زیتونو پلورنکی دی او وايې، چې وطني زیتون تېل ډېر ښه تېل دي، ډېر اخېستونکي لري.

هغه زیاتوي، چې د وطني زیتونو تولید کم دی او غوښتنه يې په بازار کې ډېره ده.

 د ننګرهار د کانال د زیتونو فابریکې امر عزت الله وايې، کله چې د ننګرهار کانال پروژه پلې شوه نو ورسره په دغه ولایت کې څلور فارمونه هم جوړ شوي، چې په کې د زیتونو یومېلیون ونې کرل شوې وې او بیا د همدې ونو څخه د زیتونو د تولیداتو په موخه یاده فابریکه رامنځ شوې ده.

د هغه په وينا کله، چې په ننګرهار ولایت کې دغه فارمونه جوړ شول، نو بیا د هغې څخه د پروسیس یو تصور پیدا شو، ورته د فارم هډې په سیمه کې یوه فابریکه جوړه شوه، چې په ۱۳۵۷ کې يې د جوړیدو چارې پیل شوې وې او په ۱۳۶۳ کال کې يې په کار پیل وکړ، اوس موږ په دې فابریکه کې درې ډوله ماشینونه لرو چې یو يې پاکستاني ساخت، یو يې ایټالیوي ساخت او بل يې روسي ساخت دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام